کاپي ــ پېسټ

هارون افغان

مولوي صاحب د جمعې په ورځ جذباتي تقریر کاوه: زما د ژوندانه تر ټول ښې شپې او ورځې چې د کومي ښځې په غیږ کې تیرې شوې دي هغه ښځه زما میرمن نه وه.

په مسجد کې ناست خلک هک پک او د فکر په سمندر لاهو شول چې مولوی صاحب دا څه ګډې وډې وایي؟ مولوی صاحب چې د سامعینو حیرانتیا او تجسس ولید  و یې ویل: وارخطا کیږئ مه! هغه ښځه زما مور وه.

یو کس ته دې ټوکې ډیر خوند ورکړ، فکر یې وکړ چې راځه زه به هم له خپلې میرمن سره داسي ګپ ولګوم.

سېده اشپږخانې ته لاړ چیرته چې د ده میرمن په هګۍ پخولو بوخته وه.

خاوند وویل: ایا ته خبره یې؟ زما د ژوند تر ټولو خوږې شپې او ورځې چې د چا په غیږ کې تیري شوې دي هغه ته نه وي.

څلور ورځې وروسته چې کله د خاوند له مخ څخه پټۍ لیري کړای شوې او د غوړیو سوی یې هم لږ کم شوی و نو ویې ویل: له کاپي پېسټ څخه باید ځان وساتل شي.

نو کیسه مې دا کوله چې نن سبا معاصر الحاد او استشراق زور اخیستی.

ډیر کسان په دې ګومارل شوي چې په مختلفو چلونو په اسلامي احکامو نقد وکړي، کله په جهاد اعتراضونه کوي چې دا خو فساد دی، وحشت دی، خلګ پکې وژل کیږي، د دې پرځای چې جهاد وشي باید ترقي ته توجه وشي پر مختګ وشي وغیره وغیره، په همدې ضمن کې د مسلمانانو تېر تاریخ بدناموي او له وحشت، عدم تمدن او جمود څخه یې ډک ګڼي.

او کله بیا پر علماوو اعتراضونو کوي چې دا دټولني کمزوری قشر دی له معاصري نړۍ سره نشي چلیدلای، د عوامو او علماوو تر منځ د لیري والي کوششونه کوي، علماء د پرمختګ په وړاندې خنډ بولي.

خو دا ټول کارونه په پوره مهارت او چالاکي سره سرته رسوي، په خوږو خوږو خبرو لوستي اذهان مسموموي خو پس پرده دا ټولي خبرې د الحاد زیږنده دي.

نن سبا چې د ټیکنالوجي دور دی زموږ عام لوستي ډیر ځوانان میډیا ته لاس رسی لري او هر وخت په مطبوعاتو بالخصوص په سوشل میډیا کې بوخت دي، اکثره یې کاپي پېسټ کاروي او د ملحدینو په خوږو خوږو خبرو او تعبیرونو غولیږي دې ته نه ګوري چې ته ودرې ایا دا خبره زموږ له دین، کلتور، او د ټولني له مسلماتو سره سمون خوري کنه؟

در ګرده لګیا دي له یوه بله سائټه او فیسبوک والونو څخه مطالب کاپي کوي او ځانته یې منسوبوي.

د بیلګې په ډول څو ورځې وړاندې ځینو کسانو د نظریو د اختلاف په تائید کې دا خبره نشر کړې وه چې هر کس ازاد پیدا شوی دی او باید ازاد و اوسي.

دا خبره اصلا له الحاده سرچینه اخلي ځکه د الحاد یو اصل دا دی چې هر کس باید ازاد وي او هیڅوک حق نلري چې یوڅه ورباندې تحمیل کړي.

ملحدین ځکه دې اصل ته ژمن دي چې په دې سره دوی دین، مذهب او کلتور نفي کوي ځکه دا خو معلومه خبره ده چې په دین، مذهب او کلتور کې یو څه پابندۍ شته.

همدا ډول کله چې د پاني پت فلم ټرېلر خپور شو ځینو دا خبره لیکلې وه چې احمد شاه بابا له مرهټیانو سره ناحقه جنګ کړی دی ډیر مرهټیان او مسلمانان پکې ووژل شول، د دې پر ځای چې له مرهټیانو سره زور معلوم کړي باید افغانستان یې په پښو درولی وای، د غربي نړۍ په څیر یې یو مترقي هیواد ترې جوړ کړی وای او همداسي نوري بابولالي یې لیکلې وي.

دا خبره هم له الحاد او استشراق څخه کاپي شوي ده.

ځکه مستشرقین کوشش کوي تر څو په یو نه یو ډول د اسلام جهادي نظریه کمزوري کړي او همدا ډول کوشش کوي چې د مسلمانانو تېر ویاړلی تاریخ د جنګ او وحشت تر نامه لاندې بدنام کړي او مسلمانان په خپل تاریخ او ماضی باندې شرمنده کړي.

همداډول ځیني کسان کوشش کوي چې خلک جدیدیت یا ماډرنیزم ته مايل کړي هر وخت لګیا وي د غرب د مادي ترقۍ ستاینه کوي او مسلمانانو ته پیغور ورکوي چې ولي داسي مترقي ژوند نشي کولای.

په حقیقت کې دا هم د الحاد او استشراق زهر دي چې د شاتو په نامه یې زموږ د ځوان نسل دماغونو ته پیچکاري کوي.

بې شکه غرب نن سبا په مادياتو کې ډیر پرمختګ کړی دی او مسلمانان وروسته پاتي دي خو ملحدین او مستشرقین کوشش کوي تر څو دا وروسته پاتي کیدل هم په دین او علماوو ور وتپي او زموږ ځوانان هم همدا اواز ورسره بدرګه کوي.

همدا ډول نور ډیر شیان دي چې زموږ ځوانان یې پرته له پلټنې کاپي کوي خو په حقیقت کې هغه د ملحدینو چلونه وي.

یوه بله وجه دا هم ده چې زموږ ځیني ځوانان د شهرت وږي دي د دې ډول کسانو په باره کې چا ډیر ښه ویلي دي “بدنام اگر ہونگے تو کیا نام نہ ہوگا۔۔۔!”۔ دا کسان د شهرت دومره وږي وي چې له هر ډول بیکاره خبرو، بې ځایه مشورو، بې ډوله تصویرونو او بې ځایه سټائلونو مخ نه اړوي، حتی کله ناکله خو په لویو او مقدسو خلکو پسي له بد رد ویلو هم صرفه نکوي چې هغه هم کاپي پېسټ وي. بیا که خلک دوی ته ښکنځاوي کوي او یا د دوی مشرانو ته دوی ته څه فرق نه ورکوي۔

نو لهذا ځوانان باید له کاپي پېسټه ځان وساتي او خپلو اسلامي، کلتوري او ټولنیزو اقدارو ته دې سپکاوی نه کوي هسي نه د کاپي پېسټ له امله یې دنیا او اخرت دواړو ته تاوان ونه رسېږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد
میلمه
محمد

الله جل شانه دي کامیاب او سرلوړی ولره ښه لیکنه دي کړی ده همداسي ده لکه ته چې وایې ــ بیدینه (سیکولرستان) کوشش دا کوي چې زموږ د پاکو ځوانانو ذهنونه په چټي او نامعقوله خبرو زهرجن کړئ — او خپل ناپاکه عقیدې په یو ډول د ډولو پر وتپئ — تاسي او ستاسو په ډول مخلصین باید د دوی دجالي چالونه او جالونه وخلګو ته ور په ګوته کئ — الله عزوجل دي دوی رسوا او وشرموئ — ځانونه د مسلمانانو په ډول ښکاره کوي او د اسلام او مسلمانانو دښمنان دي .قاتلهم الله تعالی قتالا کبیرا

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

افغان صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی ! الله ج دی زمونږ او ټولو مسلمانانو سره په ګډه په خپلو رحمتونو او نعمتونو کی ونازوه شکلی لیکنه دی لیکلی زما ډیره خوشه شوه او زه به تری هم په خپلو خبرو کی ستاسی په اجازه استفاده کوم . په رشتیا هم لویدیز استعمار د بی شمیره او خطرناکه مادی امکاناتو لرلو او کارولو سره سره بیا هم د مسلمانانو سره په مخامخ جنګو کی د ماتو سره مخ شوی ، نو د نوی پیړی د تکنالوژی او شیطانی پلانو به وسیله لمړی زمونږ به خلکو کی بی ضمیره په… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

زه د پورته لیکنی د ډېری برخی د تماس څخه ډډه کوم خو فقط دوه لنډ ټکی لیکل غواړم. د بشر د هر اړخیز وجود په ټوله بانډ کی تر دې لویه احمقانه خبره نه اورېدل کیږی چی ګواکی: بشر آزاد پیدا سوی دی او آزاد باید ژوند وکی. هغه څوک چی دې احمقانه او غولوونکی مقولې ته معتقد دی نو لطفاً دی لږ توضیح هم ور کی چی څنګه آزاد پیدا سوی دی؟ ۱- یعنی په زندان کی نه دی پیدا سوی؟ که داسی وی نو باید ددې مقولې مُریدان ټول زندانونه ونړوی او زندانیان آزاد کی! ۲- یعنی… نور لوستل »

زمری سیلاب عزیزي
میلمه
زمری سیلاب عزیزي

افغان صیب الله ربالعزت دې دنیا او آخرت دواړه ښایسته کړه. پداسې ګټورې موضوع د ې بحث کړی چې ډیره اړینه او خورا ګټوره ده. نن سبا داسې وخت راغلی چې خلک دین ته د وروسته پاتې رواج په سترګه ګوري او دا به دوی ټول د آخرت په ورځ بدنام او شرمیدلي را پورته کړي چې بیا به یې پښیماني هیڅ ګټه نه لري. مننه