ټکنالوژي

د هوواوې کات کېدونکی مبایل بالاخره د خرڅلاو لپاره وړاندې شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۸ل): د چین مشهور شرکت هوواوې خپل لومړی کات کېدونکی مبایل «MATE X» د ګوګل کاریالونو پرته په چین کې د خرڅلاو لپاره وړاندې کړ.

دغه مبایل روان کال په فروري میاشت کې د نړیوال نندارتون له مخې معرفي شوی و چې په جون میاشت کې د خرڅلاو لپاره وړاندې کېده، خو وروسته دغه نېټه ستمبر بیا اکتوبر او اوس دادی په نومبر میاشت کې بازار ته وړاندې شو.

دا د هوواوې لومړی ځیرک مبایل دی چې د ګوګل اپلیکشنو پرته کاروونکو ته وړاندې شو، په دې کې هوواوې خپل چلوونکی سیستم وړاندې کړی دی.

هوواوې په چین هېواد کې په خپل انلاین سټور کې دغه مبایل د خرڅلاو لپاره وړاندې کړی چې بیه یې «۱۷۰۰۰» چینایي روپۍ یا «۱۹۰۰۰۰» افغانۍ ټاکل شوې ده.

د کات کېدلو پرمهال ددې مبایل مخې سکرین ۶.۶ انچه او شا خوا ته ۶.۳۸ انچه دی، خو د پرانیستلو پرمهال ددې سایز ۸ انچو ته ستریږي.

په دغه مبایل کې فایو جي 5G ټکنالوژي ورکړل شوې ده، دغه راز هوواوې خپل کیرین ۹۸۰ پراسیسر ځای پرځای کړی، د ۸ جي بي ریم سره د ۲۵۶ جي بي داخلي حافظه لري، او د دوه سیلونو ۴۵۰۰ ملي امپیره بیترۍ لري.

په دې ځیرک مبایل کې د ګرپ په نوم یوه ځانګړتیا ده چې کولای شئ دا ستر مبایل په یوه لاس نیولو سره هم استعمال کړئ.

په فروري میاشت کې شرکت ادعا کړې وه چې په دې کې د فایو جي موډیم چټک دی او ددې د ډاونلوډ سرعت ۴.۶ جي بي پي ایس دی چې د فور جي موډیم څخه لس چنده زیات چټک دی، ویل کیږي چې د یو جي بي ویدیويي فلم یوازې په ۳ ثانیو کې ښکته کولای شي.

تر دې دمه دا څرګنده نه ده چې په نورو هېوادونو کې به دغه ځیرک مبایل کله د خرڅلاو لپاره وړاندې شي خو په نورو هېوادونو کې ددې وړاندې کېدل به په هغې هېوادونو کې د فایو جي ټکنالوژي په شتون پورې اړه ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x