افغانستان

د بهرنیو هیوادونو ځینو سفیرانو له حامد کرزي د بیجینګ ناستې د ګډونوالو د لست د تغیر غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۸ل): د یو شمېر بهرنیو هیوادونو سفیرانو له پخواني ولسمشر «حامد کرزي» غوښتي، چې د بیجینګ د بین الافغاني ناستې د ګډون کوونکو په لست کې دې د ښځو ونډه زیاته کړي.

د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزي نن ورځ په خپل کاري دفتر کې د فنلنډ، برتانیې، سویډن او فنلنډ هیوادونو له سفیرانو او د یوناما له رییس سره وکتل او د سولې او ټاکنو په تړاو یې ورسره خبرې وکړې.

خبرپاڼه وړاندې زیاتوي «په دغه کتنه کې د افغانستان د سولې پروسې په باب مفصلې خبرې وشوې او نوموړو له حامد کرزي وغوښتل چې د ښځو ونډې ته په کتو سره دې د بیجینګ د راتلونکې بین الافغاني غونډې د ګډون کوونکو په لست کې د دوی شمېر زیات کړای شي.»

د خبرپاڼې په بنسټ «پخواني جمهور رئیس د دوی دغه غوښتنه پر ځای وبلله او زیاته یې کړه چې دی د افغانستان د سولې پروسې او نورو چارو کې د ښځو پر فعاله ونډه معتقد دی او تل یې هڅه کړې چې د افغانستان ښځې چې تر هر چا زیات یې د جاري جګړې له امله رنځونه ګاللي د خپل هېواد د راتلونکې په اړه د تصمیم نیولو بهیر کې دخیلې وي او خپل ږغ اوچت او نظر بیان کړي.»

د بیجینګ بین الافغاني ناسته، چې د افغان حکومت له قوله تمه ده په نږدې ورځو کې دایره شي، د طالب چارواکو او  حکومتي ډیپلوماټانو په ګډون ګڼ شمېر سیاسیون ورته بلل شوي.

حکومت تر دې وړاندې ویلي وو، چې یادې ناستې ته د لېږل کېدونکو کسانو لست یې بشپړ کړی؛ خو لا وخت نه دی رارسېدلی له رسنیو سره شریک شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

زه د ښځو د سیاسی او ټولنیزو او علمی هڅو او فعالیتونو مخالف نه یم خو دا بړوه ګان ( سفیران) اولاً هیڅ حق نلری چی زموږ په حساسو چارو کی مداخله وکړی .دویماً اوس ګړئ زموږ د نرانو د بیچارګانو د پزی دستملان په وینو او کړنګو لانده خیشته دی او لیاره ترې ورکه او د بچانو لپاره د یوې ګولې ډوډۍ پسی سرګردان دی بناً ښځی دی عجله او تلوار نکوی او نه دی د فمینیسټی نړۍ واکداران زموږ ښځی دې ته هڅوی چی د زمان او مکان د سرعت څخه مخکی حرکت وکی. دا سمه خبره ده… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x