افغانستان

غرني کې د استیناف محکمې څارنوال وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۸ل): نامعلومو وسلوالو په غزني ولایت کې د استیناف محکمې څارنوال «محمد حسن حلیمي» او د نوموړي ورور په ډزو وژلي.

د غزني ولایت د ولایتي شورا رییس «نصیر احمد فقیري» وايي، حسن حلیمي او دنوموړي ورور، نن ورځ ماځیګر مهال شاوخوا ۴:۳۰ دقیقې د دوو موټرسایکل سپرو له لوري په داسې وخت کې وژل شوي، چې له دندې څخه کور ته په لاره وو.

یاده دې وي، چې په روانه یوه اوونۍ کې حلیمي د قضايي ارګانونو څلورم څارنوال دی، چې د نامعلومو کسانو له لوري وژل کېږي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x