افغانستان

« د حکومت دننه د ګډونوالو په سر د اختلاف له امله د بیجینګ ناسته یو ځل بیا ځنډول شوې»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې، چې تمه وه د چین هیواد په پلازمېنه «بیجینګ» کې بین الافغاني ناسته د روانې میلادي میاشتې په ۲۱ او ۲۲ نېټو راوبلل شي؛ د یو شمېر سرچینو له قوله، یاده ناسته د حکومت دننه د ګډون کوونکو په سر د اختلاف له امله یو ځل بیا ځلې ځنډول شوې.

د هغو سیاسیونو له ډلې، چې د بیجینګ ناستې ته بلل شوي یوه تن حاجي دین محمد «اریانا نیوز» ته ویلي « داسې ښکاري، چې بین الافغاني ناسته یو ځل بیا وځنډېده، زما د معلوماتو له مخې، تر دې دمه حکومت لا هم نه دی توانېدلی، په دې ناسته کې د ګډون کوونکو لست وروستی کړي.»

په ورته وخت کې پخوانی جهادي مشر «تورن اسماعیل خان» وایي، د بیجینګ ناسته له تېرو بین الافغاني ناستو سره توپېر لري او مهمه ځکه ده، چې په یاده ناسته باندې په مسکو کې د امریکا، چین او روسیې تر منځ موافقه شوې

د اسماعیل خان په خبره، ددې ناستې په مټ کېدلای شي سولې ته ډېر ورلنډ شو.

بل لور ته د ګډ حکومت د ملي امنیت شورا ویاند «کبیر حقمل» وایي، دوی مذاکراتو او د چین په کنفرانس کې ګډون ته تیار دي؛ خو هر ډول پروسه باید د افغان حکومت په رهبري مخ په وړاندې ولاړه شي.

د بیجنیګ بین الافغاني ناسته تر دې وړاندې هم یو ځل د نامعلومو دلایلو له امله ځنډېدلې وه. یادې ناستې ته د افغان حکومت تر څنګ طالبان هم بلل شوي.

که څه هم طالبانو په ناسته کې د ګډون رسمي اعلان نه دی کړی؛ خو تر دې وړاندې یې ویلي وو، چې د بیجینګ په ناسته کې ټول ګډونوال د هیڅ کومې ډلې په استازیتوب ګډون نه کوي او یوازې شخصي نظر ویلای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نواب

دتولو ناخوالو اوکراونو او افغان وژنی مسئولیت د کابل دامریکایی رژیم پر غاره ده.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x