افغانستان

نبيل: بهرني سفارتونه او مؤسسې دې د ټاکنو په چارو کې مداخله نه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۸ل): د ملي امنيت پخواني رئيس او په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د «د امنيت او عدالت» ټاکنيز ټيم مشر رحمت الله نبيل په کابل کې د بهرنيو سفارتونو او مؤسساتو له مشرانو غوښتي، چې د ولسمشريزو ټاکنو په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

ښاغلي نبيل نن دوشنبه په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، په ټاکنيزو چارو کې د بهرنيو هېوادونو د سفارتونو او نړيوالو مؤسسو چارواکو مداخله د ټاکنو په خپلواک کميسيون د خلکو باور ته زيان رسوي او عام افغانان به فکر کوي، چې چې بهرنيان د شته ستونزو د حل پر ځای د بحران د زياتولو لامل دي.

دا په داسې حال کې، چې وړمه ورځ افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستدويه ادارې «يوناما» د ټاکنو خپلواک کميسيون کمشنر مولانا عبدالله له خلکو او رسنيو سره په بد چلند تورن کړی و.

يو شمېر سياسي څېرو او ټاکنيزو ټيمو يوناما د ټاکنو کميسيون په چارو کې په لاسوهنه تورن کړی دی، خو يوناما دغه تورونه رد کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

ته او ستا غوندی نوراحمقان دبهرنیو سفارتو او موُسیسو په زور پرچوکی ناست یاست. لکه دکوچیانو سپی خپل بادار ته غاپی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x