حامد کرزی: امریکا د افغانانو ژوند او هيڅ ډول انساني ارزښتونو ته درناوی نه لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان پخوانی ولسمشر «حامد کرزی» وایي،  د افغانستان دجګړې د جنګي جرمونو مرتکبینو ته د امریکا بښنې وښوده، چې یاد هیواد هيڅ ډول بشري ارزښتونو ته درناوی نه لري.

د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه کاږي «د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس دونالد ټرمپ له خوا د هغو سرتېرو عفوه چې افغانان یې وژلي او د جنګي جنایاتو مرتکبین دي، په کلکو ټکو غندي.»

خبرپاڼه زیاتوي «حامد کرزی د دغو سرتېرو عفوه له ټولو بشري اصولو او موازینو سره په ټکر کې بولي او زیاتوي:”د امریکا حکومت په خپلې دغې پرېکړې سره ثابته کړه چې دوی هېڅ ډول انساني ارزښتونو ته او په خاصه توګه د افغانانو ژوند ته درناوی نلري.»

د خبرپاڼې له لاري پخواني ولسمشر په افغانانو غږ کړی، چې د ملي حاکمیت او یووالي د لاسته راوړولو په موخه دې، په یوه ټغر راټول شي او په دې توګه دې د پردیو د ظلمونو او دسیسو مخه ونیسي.

حامد کرزی داسې مهال امریکا انساني ارزښتونو ته په نه درناوي تورنوي، چې د یاد هیواد ولسمشر دوې ورځې وړاندې په افغانستان کې په جګړه ییزو جرمونو کې ښکېل سرتېري، چې د بې ګناه افغانانو د وژنې تور ورباندې وو او د محکمې له لوري په بند محکوم شوي وو؛ وبښل.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
دوکتور غروال
میلمه
دوکتور غروال

حامد کرزای ددی ټول غمناکه بحران د امریکا له خوا له ابتدا څخه مسؤل دی ، همدا تربیه شوۍ غلام ئي د خپلو عسکرو بدرګی سره د ملت په اوږو سپور کړ او دبن چټله جلسه یوازی ډرامائي شکل درلود ! ایا تاسی نجس د ډبلیو بوش سره د ویسکو څښلو وخت ک‍‍‍ښي د افغانستان تباهی ته پلانونه نه جوړول ؟ بلی دا خائين کار دی په افتخار سره کاوه او اوس ئي چی په ‍‍‍ځمکه غور‍‍‍ځولۍ ‍‍‍ئي نودستا د امریکا ضدی چیغی هم شروع شوی دی . پدی نپوهیدی چی داسی قدرتونه د خپلو غلامانو څخه تر محدوده وخته… نور لوستل »

Said Z.
میلمه
Said Z.

کرزى بيا د نهنګ غوندى د افغانانو پرحال اوښکى توى کړى.

مجاهد
میلمه
مجاهد

د افغانستان ویاړلی تاریخ دری خبیثو غلامانو به واسطه شرمیدلی او نظر یی پری مات شوی که نه دا هیواد د نړی ځآنګړی هیواد دی چه د لوی قدرتو د هدیری لقب یی ترلاسه کړی یعنی هر ابر قدرت دلته له قدرته لویدلی او د قدرت مړی یی افغانستان کی خاورو ته سبارل شوی. هغه دری خبیثان او لوی غلامان چه افغانانو د اسلامیت، افغانیت څه چه د انسانیت له هویت هم بی برخی کړی یعنی دوی نه افغانان ، نه مسلمانان او حتی له انسانیت هم وتلی دی هغه دری خبیثان او غلامان : لمړی : شاه شجاع اصلا… نور لوستل »

Shinwaray
میلمه
Shinwaray

کرزي په خپل ۱۴ کلن دوره کي څوکسه جنګي جايتکاران ته يي جزا ورکړي او د بي ګناه افغانان په وژولو باندي یی محکوم کړي دي چي د ترمپ نه اوس شکایت کوي.
د تعجب خبره ده چي دوست د ۱۴۰۰ طالبانو قاتل دي او د کرزی لوي درستیز هم وه او بل دا چي دده په دوره کي تاجک جنسګسالارانو خپل شخصي محبسونه درلودولو او بي ګناه افغانان به پکي شکنجه کيدولو لا تر اوسه يو تاجک جنګسالاريي د پښتنو په وژنه باندي په حبس باندی محکوم شوي نه دي.

محمد
میلمه
محمد

دده وروڼو په عینومینه کې شخصي محبسونه درلوده او اوس یې هم لري ټول وطن یې چور کړ او د رازق لغړی ملا تړ یې کاوه چې هغه خونخوار ؤ ده مخ ته اچولی ؤ او خپلي ناروا ګټی يې په ساتلی