
ویسټ انډيز سره له سیالیو وروسته افغان لوبغاړي عربي اماراتو ته لاړل
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ګڼ شمېر لوبغاړي د ویسټ انډيز پر وړاندې له پنځوس او شل اوریزو سیالیو وروسته عربي اماراتو ته ورسېدل.
هغه لوبغاړي چې د ویسټ انډيز پر وړاندې په ټيسټ لوبه کې شامل نه دي، په ټي ټین T10 لیګ کې ګډون لپاره عربي اماراتو ته ورسېدل.
په یادو لوبغاړو کې محمد نبي، مجیب ځدران او کریم جنت شامل دي، چې اوسمهال د لوبډلې سره یو ځای شوي دي.
ددوی سربېره د کیرن پولارډ په ګډون ځینې ویسټ انډيزي لوبغاړي هم په دغه لیګ کې ګډون لپاره رسیدلي دي.
د ټي ټین یا لس اوریزو سیالیو دریم پړاو د عربي اماراتو په ابو ظبي لوبغالي کې د جمعې په ورځ پېل شوی چې په کې ۸ لوبډلې ګډون کوي.
د افغان لوبغاړو له لورې په کې شاپور ځدران، شفیق الله شفق، محمد شهزاد، قیس احمد او ظاهر خان شامل دي.
Our superstar @MohammadNabi007 has arrived in Abu Dhabi to join our squad ahead of today's game vs the @BanglaTigersT10!#SaadiDilliSaadiTeam #DilliKiApniTeam @xpress_money@zevenw0rld@rexton_tech_uk@PrimehospitalG@city1016@khaleejtimes@ndtv@KachinsDubai@casamilanouae pic.twitter.com/HbJimZ4Wuh
— Delhi Bulls (@DelhiBullsT10) November 18, 2019