له رسته اړخه: حافظ رشید او انس حقاني

تبادله شوې درې تنه طالب بندیان قطر ته ورسیدل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۸ل): د طالبانو هغه درې تنه بندیان چې د امریکايي بندیانو سره یې تبادله کیږي، قطر ته ورسیدل.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ته نیژدو سرچینو دغه خبرونه تایید کړي دي او ویلي يې دې چې آنس حقاني، حافظ رشید او حاجي مالي خان قطر ته ورسیدل خو لا سیاسي دفتر ته نه دي سپارل شوي.

ویل کیږي چې د بهرنیو بندیانو د سپارل کېدو وروسته به طالب بندیان هم وسپارل شي.

درې سره بندیان د قطر هیواد په یوه الوتکه کې د بګرام څخه دوحې ته ولیږدول شول.

تر اوسه مالومه نه ده چې د امریکايي پوهنتون استادان چې یو یې امریکايي او بل یې اسټرالیايي تبعه دی، چاته او څرنګه سپارل کیږي.

طالبانو رسما تر اوسه د بندیانو د تبادلې په اړه څه نه دي ویلي.

ټاکل شوې وه چې دغه تبادله د نومبر میاشتې پر ۱۲مه نیټه تر سره شي خو ویل کیږي چې په لوګر ولایت کې د امریکايي ځواکونو پر کاروان د یوه برید له امله امریکایانو دغه تبادله وځنډوله او شرایط یې د تبادلې لپاره مناسب ونه بلله.

ګمان کیږي چې د بندیانو د تبادلې وروسته به د امریکا او طالبانو تر منځ د درېدليو مذاکراتو د پیل لپاره پلمه پيدا شي.

د امریکايي پوهنتون دوه تنه استادان «جان ویکس» او «کیون کېن» چې د ۲۰۱۶ میلادي کال د اګست د میاشتې په اتمه نېټه له کابل څخه طالبانو د بندیانو په توګه له ځانه سره وړي وو.

د یادونې وړ ده چې انس حقاني او حافظ رشید د ۲۰۱۴ په اکتوبر میاشت کې هغه مهال نیول شوي وه چې قطر هیواد ته د ګوانتنامو څخه د ازاد شویو بندیانو لیدو ته ورغلي وه.

حافظ رشید د ګوانتنامو د پخواني بندي مولوي محمد نبي عمري کشر ورور دی.

طالبانو هغه مهال ویلي وه چې دغه دواړه کسان په نظامي برخه کې کوم فعالیت نه درلود او یوازي د خپلو قریبانو د لیدلو لپاره قطر ته تللي وه او له هغه ځایه په غدر ونیول شول او کابل ته یووړل سول.

هغه مهال د کابل حکومت او ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل رسنیو ته ویلي وه چې دغه دواړه کسان یې په خوست ولایت کې نیولي او کابل ته راوستلي دي او ویلي وه چې دوی باندي د ځینو لویو بریدونو تور دی. او پر همدې اساس دواړو ته یې په محکمه کې د اعدام سزا اورولې وه.

د خلیلزاد په توسط تبادله:

د نن ټکی اسیا د معلوماتو سره سم د دغې تبادلې په اړه د طالبانو او امریکایانو تر منځ له ډیره وخته مذاکرات روان وه چې وخت نا وخته د ځنډ او خنډ سره مخ سوي دي خو په دې وروستیو کې چې خلیلزاد د طالبانو سره د سولې پروسه پیل کړه، د انس حقاني او حافظ رشید د تبادلې موضوع یوه له مهمو موضوعاتو څخه وه چې دواړو لوریو د کابل ادارې له مداخلت پرته نهایې کړې وه خو د ټرمپ د ټویټونو له وجې یو ځل بیا د ځند سره مخ شوه.

په دې وروستیو کې د ملا برادر اخند په مشري د طالبانو جګپوړي پلاوي سفر پاکستان ته او هلته د خلیلزاد سره لیدنې او همداسي په دې وروستیو کې د خلیلزاد او طالبانو تر منځ لیدنې د همدې تبادلې د چټکتیا لپاره وې تر څو یو ځل بیا رسمي مذاکراتو پيل ته لاره هواره کړي.

انس حقاني چې د طالبانو له لوري د مذاکراتي ټیم غړي په حیث اعلان شوی، په مذاکراتي پروسه کې يې شتون ددغې پروسې د چټکتیا او پرمختګ لپاره مهم بلل کیږي.

طالبان وايي هوکړه شوې چې د بین الافغاني مذاکراتو تر پيل مخکې به ددوی ۵ زره بندیان هم خوشي کیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

که دا خبر رښتیا وی زه یی ډیر خوشاله کړم الله ج دی رشتیا کړی جه تر اخره عملی بڼه ولری منافقت پکی نه وی طالبان هم باید هوشیار وی چه د کاسی لاندی نیم کاسه راونه وځی داسی نه چه هغه استادان تعقیب او په زور خوشی او طالبان واپس بندیان کړی . مګر دا به د امریکا یی موقف ته صدمه ورسوی مګر امریکا ته استعماری ګټی تر بل هر څه ډیر ارزښت لری دا شا او مخی ته تګ یی دیر کړی او کوی . خدای دی وکړی چه د همدی بندیانو ازادول د عامه سولی او… نور لوستل »

اختر محمد
میلمه
اختر محمد

هیله موداده چه دا مظلوم بندیا ن خپلو کورنیو سره یو زای شی او افغانستان کی دسولی یو ګام پورته شی او ټول طالبان خپلو مینو او کورو ته ستانه شی او اشغلګران ورک شی

اجمل
میلمه
اجمل

دوه امریکایی هم په زابل کی د پاکستان سرحد سره جخت امریکایانو ته وسپارل شول. عمران خان وایی چی دوه امریکایی استادان د دوی په وساطت سره خوشی شوی. کوی یی آباد.

عبد المالک همت
میلمه
عبد المالک همت

زموږ‎ پر دار د خیژولو ارمان گور ته یوسه! ای د کابل ټامیه! سرہ کرښه دې کور ته یوسه الحمد لله چي نن د دغو درو تنو بنديانو خوشي کولو ته په اړ کېدو سره د اسلام او هيواد دښمنان سرټيټي او ذليل سول،دغو اتلانو، د دوی خپلوانو او ټولو اتلو طالبانو ته د دوی د خوشي کېدو مبارکي وايم، لوی څښتن سبحانه ته دعاکوم چي ټول اتل طالبان، د طالبانو په پلوي بنديان سوي وروڼه او د طالبانو په نومونو بنديان سوي مسلمان هر څه ژر په خير او عافيت خوشي سي او د خپلو کورنيو او دوستانو سترګي… نور لوستل »