شعـــــرونه

غزل/ شفاعت ریحان

شفاعت ریحان

هجر، بېلتون، درد د لالي سړي ته زور ورکوي
او بې جانانه زندګي سړي ته زور ورکوي

څلور دېواله، ګونګ تصوير، د چا ياغي يادونه
د بلا لور شي تنهايي سړي ته زور ورکوي

چې پرې پټۍ نه شي د دين يا د وطن زخمونه
په خدای بې ځايه قرباني سړي ته زور ورکوي

توبه، توبه، پر چا بېخي په ژوندانۀ را مه شه
چې يار دي خاورو ته سپاري، سړي ته زور ورکوي

يو دي د شنو سترګو کاتۀ سړی له کاره باسي
او بل دي غاړه کې غمي سړي ته زور ورکوي

منم، ژوندون به وي، بې تا به وي، تيرېږي به هم
خو د زړۀ سره! جدايي سړي ته زور ورکوي

هو!!!! شفاعته! مئينتوب سړي ته خوند ورکوي
خو ماتول بيا د زړګي سړي ته زور ورکوي

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close