غني له امريکايي چارواکو سره د انس حقاني په ازادېدو او سولې غږېدلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او د ملي امنيت سلاکار رابرټ اوبراين سره د انس حقاني په شمول د درې طالب بنديانو په خوشې کولو خبرې کړي ډي.

ارګ ماڼۍ وایي، ولسمشر غني له امريکايي چارواکو سره په تيليفوني خبرو کې غوښتنه کړې، چې طالبان بايد د بنديانو د ازادېدو به مقابل کې اوربند اعلان کړي او يا هم لږ تر لږه په تاوتريخوالي کې کموالی راولي او بين الافغاني مذاکراتو ته زمينه جوړه کړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په وينا امريکايي چارواکو د تاوتريخوالي کمولو په اړه د اشرف غني د غوښتنو ملاتړ کړی دی.

ارګ زياتوي، چې ولسمشر غني خبرداری ورکړی، که طالبان تاتريخوالی کم نه کړي، نو حکومت به د طالبانو پر ضد ورته ګامونه پورته کړي.

اشرف غني له امريکايي چارواکو سره دا خبرې په داسې حال کې کړي، چې د طالبانو د مرستيال ملا سراج الدين حقاني ورور انس حقاني، د هغه ماما حاجي مالي خان او د قطر دفتر د غړي مولوي محمد نبي عمري ورور حافظ عبدالرشيد قطر ته رسېدلي دي.

قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر سرچينو تاييد کړې، چې درې واړه بنديان قطر ته رسېدلي، خو لا هم د سياسي دفتر مسؤولينو ته نه دي سپارل شوي.

ويل کيږي، چې درې واړه بنديان به کابل کې د دوو امريکايي پوهنتون له استادانو سره تبادله شي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه خپل رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

دا رزيل غلام لکه چی د طالبانو تر آزادی وروسته خبر شو ، اوس چی په شرمو وشرميدی(خوکه شرم ولری) د خپل مالک نه غواړی چی اوس ميډيا ته څه ووايی ، غلام غنی خو د طالبانو د آزادی لپاره شرطونه درلودل .
آ شرطونه يی څه شول .؟