غزني او وردګ کې طالبانو پوسته نيولې او ۲۵ عسکر يې وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۸ل): طالبانو تيره شپه په غزني ولايت کې د امنيتي ځواکونو په پوسته بريد کړی دی چې په نتيجه کې يې پوسته نيولې او پنځلس عسکر يې وژلي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تيره شپه يې د غزني ولايت شلګر ولسوالۍ اړوند عاشقوالو په سيمه کې د امنيتي ځواکونو په پوسته بريد کړی، پنځلس عسکر يې وژلي او پوسته يې نيولې ده.

مجاهد زياتوي چې په دې بريد کې يې درې ټانګونه ویجاړ کړي دي او ګڼ شمير نظامي توکي، وسلې او مهمات يې نيولي دي.

په يو بل خبر کې مجاهد ويلي دي چې د ميدان وردګ ولايت سيد اباد ولسوالۍ اړوند ملي خيلو سيمه کې يې هم په دولتي عسکرو بريدونه کړي لس عسکر يې وژلي او د خټک په نامه قومندان يې ټپي کړی دی.

مجاهد په دې جګړه کې د يو تن طالب د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.

تر اوسه دولتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د