افغانستان

د طالبانو لخوا د داعش له ځپل کیدو وروسته اشرف غني ننګرهار ته رسیدلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۸ل): په ننګرهار ولایت کې د طالبانو په لاس د داعش ډلې د بشپړ ختمولو نه دوه ورځې وروسته د ګډ حکومت ولسمشر محمد اشرف غني په ناڅاپي توګه دغه ولایت ته رسیدلی.

د نوموړي له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې اشرف غني د «ننګرهار د عمومي وضعیت د ارزونې» لپاره یاد ولایت ته تللی.

د تيرې یکشنبې په ورځ طالبانو اعلان وکړ چې په ننګرهار کې یې د داعش ډلې په ضد اوږده عملیات په داسې حال کې په بریالیتوب پای ته ورسول چې بهرنيو او افغان ځواکونو یې په ننګه بمباري او مرسته کوله.

طالبانو ویلي چې د عملیاتو په جریان کې ډلې ډلې داعشیانو د کابل حکومت غیږې ته پنا وړې او په خبره یې، په وروستیو شیبو کې يې د اچین ولسوالۍ په تختو سیمه کې د داعشیانو اخیرنۍ ډله محاصره کړې وه، چې د شپې په تیاره کې حکومتي ټانګونو وژغورل او نامعلوم ځای ته انتقال کړل.

یاده دې وي چې د دغو عملیاتو په موده کې افغان حکومتي چارواکو په پرلپسې ډول راپورونه ورکول چې داعش جنګیالي ورته تسلیمیږي، خو په دې اړه یې نور جزئیات نه ورکول.

تر اوسه معلومه نه ده چې په ننګرهار کې د ځپل شوې داعش ډلې په اړه به د ګډ حکومت مشر اشرف غني راتلونکی ګام څه وي، خو د دولتي سرچینو د خبر په اساس، ټاکل شوې چې نوموړی د داعش له هغو جنګیالیو سره له نږدې وویني چې حکومت یې «تسلیم شوي» خو طالبان یې «ژغورل شوي» ګڼي.

په افغان حکومت او امریکایانو تور پورې کیږي چې د داعش ډلې پوځي، مالي او تبلیغاتي ملاتړ کوي. په دې لړ کې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار یو له هغو مهمو چارواکو ګڼل کیږي چې د داعش پروژې په مرستې تورن دی او ویل کیږي چې له ننګرهار څخه تښتیدلي داعش مشران یې په میلمستون کې شپې کوي.

ښاغلی مسلمیار هم ننګرهار ته رسیدلی او له اشرف غني سره په دې سفر کې مل دی.

د ننګرهار ولایتي چارواکو ویلي چې اشرف غني به د دې ولایت د اربکیانو له مشرانو سره هم لیدنې کتنې ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

طالبان کرام دی د نيول شويو او تسليم شويو فتنه ګرو داعشيانو ويډيو ژر خپره کړی ، چی دوی د چا له خوا ، چيری او څنګه اکماليدل او څنګه او د چا له خوا ونيول شول ، تر څو د مشکوکو کسانو سرونه هم په خلاص شی .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x