افغانستان

نواز شريف د درملنې لپاره لندن ته روان شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۸ل): د پاکستان پخوانی لومړی وزير نواز شريف د درملنې لپاره لندن ته روان شو.

د پاکستان حکومت نواز شریف ممنوع الخروج اعلان کړی و، خو د لاهور عالي محکمې هغه ته اجازه ورکړې، چې د درملنې لپاره بهرني هېواد ته تللی شي.

د محکمې د پرېکړې له مخې نواز شريف لندن کې څلور اونۍ وخت تېرولی شي او د اړتيا په صورت کې يې دغه وخت نور هم غځېدلی شي.

له نواز شريف سره په دې سفر کې د هغه ورور او د مسلم ليګ نواز ګوند مشر شهباز شريف او د هغه شخصي معالج ډاکټر عدنان هم ملګري دي.

نواز شريف د قطر شاهي کورنۍ په شخصي امبولانس الوتکه کې لندن ته ځي.

د قطر شاهي کورنۍ دغه امبولانس الوتکه د نړۍ تر ټولو ګران بيه امبولانس الوتکه بلل کيږي، چې هر ډول اسانتياوې په کې شته او د پنځلس کسانو لپاره د ناستې څوکۍ لري.

د قطر شاهي کورنۍ د امبولانس الوتکې داخلي انځور

د مسلم ليګ نواز ګوند وياندې مريم اورنګزيب ويلي، نواز شريف له تېرو څو ورځو راهيسې ډېر ناروغ دی، له نوموړي سره د هغه شخصي ډاکټر ډاکټر عدنان ملګری دی او کېدای شي د اړتيا په صورت کې له لندن څخه د درملنې لپاره امريکا ته هم لاړ شي.

د پاکستان د کورنيو چارو پخواني وزير او د مسلم ليګ ګوند رهبري مشر احسن اقبال ويلي، نواز شريف غوښتل پنځلس ورځې مخکې د درملنې لپاره لندن ته لاړ شي، خو د حکومتي چارواکو د ناغېړي او ناسم چلند له امله د هغه روغتيايي وضعيت ترينګلی شوی، چې بالاخره اړ شو، په امبولانس الوتکه کې لندن ته روان شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x