افغانستان

طالبان: داعش موږ مات کړ، حکومت پناه ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي، حکومت له داعش ډلې سره مستقیمه همکاري کوله او د هغوی په ماتولو کې یې هیڅ رول نه درلود.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښایي د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» ننګرهار ته د خپل سفر په لړ کې د داعش ډلې د ماتولو ادعا وکړي، چې د طالبانو له قوله هیڅ د منلو وړ نه ده.

خبرپاڼه وړاندې لیکي « د ننګرهار د داعش په ماتې کې د کابل ادارې یو فیصد رول هم نه درلود.د ننګرهار میړنی اولس د دې قضې شاهد دی.داعش ته ماتې د اسلامي امارت د مجاهدینو شهکار و چې د الله په نصرت او د ملت په مرسته ترسره شو.»

د خبرپاڼې له مخې، د حکومت او داعش ډلې تر منځ همکاري ددې سبب شوه، چې عملیات اوږده شي او طالبانو ته مشکلات جوړ شي «په پای کې د داعش هغو غړو ته چې د اسلامي امارت مجاهدینو په وروستیو ځالو کې محاصره کړي وو، د کابل ادارې لخوا نجات ورکړل شو، چې له داعش سره د هغوی د ښکاره همکاری او خواخوږي بیلګه ده.»

داعش ډله، چې په ننګرهار ولایت کې یې پیاوړی حضور درلود، کابو یوه اوونۍ وړاندې یې طالبانو د ټغر د ټولېدو خبر ورکړ، چې ورسره جوخت د ګډ حکومت مشر هم دداعش ماته د خپلو امنیتي ځواکونو بریا وبلله او هغوی ته یې د یوه پیغام له لاري مبارکي وویله.

یاده دې وي، چې په افغانستان کې دداعش شته ډلې ته د ګډ حکومت او امریکا د یوې پروژې په سترګه کتل کېږي او د پخواني ولسمشر «حامد کرزي» په ګډون ګڼ شمېر چارواکو په بیا، بیا اعتراف کړی، چې امریکایان او ګډ حکومت غواړي داعش ډله د طالبانو په مقابل کې تقویه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

ولی داعشان طالبانو ته تسلیم نشول چی حکومت ته ورغلل؟ دا ځکه چی اکثرآ دا داعشان پاکستانی دی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx