نړۍ

ایران کې د حکومت ضد مظاهرو پر مهال ۴۰ کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۸ل): ایران کې د تېلو بيو لوړوالي پر خلاف له تېرو درې ورځو راهيسې روانې مظاهرې په تاوتريخوالي اوښتي او تر اوسه په کې څلوېښت کسان وژل شوي دي.

د رپوټونو له مخې مظاهرې په ټول ایران کې پيل شوي، د تېلو د بيو لوړوالي پر خلاف دغه مظاهرې په تاوتريخوالي اوښتي دي، پارېدلو لاريونوالو په ګڼو سيمو کې د تېلو پمپونه، بانکونه او دوکانونه سوځولي دي.

ګڼ شمېر واټونه او لارې د خلکو پر مخ تړل شوي او په ي‎‎ځينو سيمو کې د تېلو پر زيرمو هم بریدونه شوي دي.

امنيتي ځواکونو د مظاهره چيانو پر ضد د ځواک کارولو پر مهال څلوېښت کسان وژلي، له زرو زيات يې نيولي او په ټول هېواد کې انټرنيټي خدمتونه هم ځنډول شوي دي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني تېره ورځ مظاهره چيانو ته خبرداری ورکړی و، که د مظاهرو پر مهال يې دولتي او عامه املاکو ته له زيان رسولو لاس وانخيست، پر خلاف به يې سخت ګام واخيستل شي.

د ایران سپاه پاسداران ځواک هم لاريونوالو ته خبرداری ورکړی، که د ناامنيو له خپرولو او تاوتريخوالي لاس وانخلي، پر خلاف به يې سخته پرېکړه وکړي.

د ایران حکومت د تېلو بيې پنځوس سلنه لوړې کړي، چې له امله يې له تېرو درې ورځو راهيسې په ټول هېواد کې له تاوتريخوالي ډکې مظاهرې روان دي او لاريونوال وايي، د حکومتي پرېکړو له امله د تېلو بيې لوړې شوي او د خلکو بې کاري زياته شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x