
طالبانو دامريکايي پوهنتون دواړه بهرني استادان خوشې کړل
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۸ل): نيويارک ټايمز ورځپاڼې ويلي، طالبانو کابل کې د امريکايي پوهنتون دواړه بهرني استادان له درې کالو بند وروسته خوشې کړي دي.
سرچينې وايي، امريکايي پروفيسر کوين کينګ او استراليايي پروفیسر تيموتي ويکي نن له غرمې مخکې د زابل په نوبهار ولسوالۍ کې امريکايي پوځيانو ته سپارل شوي دي.
امريکا او طالبانو تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښکاره کړی.
د يادونې ده، چې د طالبانو د مرستيال ملا سراج الدين حقاني ورور انس حقاني، د هغه ماما حاجي مالي خان او د قطر دفتر غړي مولوي محمد نبي عمري ورور حافظ عبدالرشيد تېره شپه امريکايانو د بګرام له زندانه خوشې کړي او قطر ته رسېدلي دي.
قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر سرچينو منلې، چې درې واړه بنديان قطر ته رسېدلي او د امريکايي پوهنتون د استادانو له خوشې کولو وروسته درې واړه بنديان په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر ته سپارل شوي دي.
د چارو څارونکي وايي، د بنديانو تبادله به د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې درېدلو خبرو د بيا پيلېدو لامل شي.
د عمران خان کور دی آباد وی.
افرین امریکایان مو خوشی کړله خو پښتانه وژنی او ځانمرګی پری کوی او کورونه یی ور خرابوی