روغتیا

خوب نه راتلل یوه ناروغي ده چې وژونکي ثابتېدلای شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۸ل): په نني عصر کې په ځانګړي ډول د بېلا بېلو بریښنایي الاتو د استعمال سره خوب نه راتلل یو عادت ګرځېدلی چې دا یوازې یوه ناروغي نه بلکې د وګړو لپاره وژونکي ثابتېدلای شي.

په طبي اصطلاح په پرلپسې توګه خوب نه راتللو ته «انسومنیا» ویل کیږي چې له کبله یې انسان په ډپریشن، خپګان، نارامي او یو شمېر نورو ناروغیو اخته کیږي، دغه خبره پوهان د ګڼ شمېر څیړنو په پایله کې کوي.

د راپورونو له مخې اوسمهال د نړۍ پنځمه برخه وګړي د خوب نه راتللو په اندیښنو اخته دي.

خو اوس د بیجنګ پوهنتون په عام ژورنال کې د تازه ترسره شوې څیړنې راپور خپور شوی، په دې راپور کې ویل شوي چې خوب نه راتلل یوازې د خپګان او نارامۍ لامل نه بلکې وګړي د زړه او ګوزڼ په څېر په ځان وژونکو ناروغیو اخته کوي.

په یاده څیړنه کې ۴۸۷۰۰۰ کیان شامل شوي، له څیړنې وروسته پوهان دې پایلې ته رسیدلي چې د خوب نه راتلل په وګړو کې د زړه او ګوزڼ په څېر د خطرناکو ناروغیو لامل کیږي.

د پوهانو د وینا سره سم د انسومنیا په څېر له ناروغیو څخه د ځان ژغورنې لپاره ډير کم وګړي ډاکټر ته رجوع کوي، بلکې په بشپړ ډول ډیر لږ خلک دا ستونزې جدي نیسي.

پوهانو زیاته کړه چې ددې ناروغۍ مخنیوي لپاره ځینې خلک د سګریټو یا نورو نشيي توکو استعمال پېلوي چې ددوی روغتیا لپاره له هغې هم ډير خطرناک دی، دا ناروغي د خلکو ژوند له منځه وړلای شي.

د یوې بلې څیړنې له مخې ویل شوي، هغه ښځې چې د ورځې او شپې په اوږدو کې کم خوب (۵ یا له دې کم ساعته) خوب کول، ددوی هډوکي په بشپړ ډول کمزوري کوي، پوهان ښځو ته سپارښتنه کوي چې لږ تر لږه ۷ ساعته خوب ضرور وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x