
زما طبع؛ سيد عبيدالله نادر
سید عبیدالله نادر
کله په خپل ځان کي ورک ، کله د معنی یمه
نه پوهیږم زه څه یم ، څه ښایسته دنیا یمه
ځان لـکه ذرې وینم کله ، کایيناتو کي
درک د عاجزی لرم، د اوښکو دریا یمه
پټ لدې عالمه تل ، ځان سره دردونه وړم
داسی راته ښکاری چی، زه دي ته پیدا یمه
کله بیخودئ کی ډوب ، ورک په بل عالم کی یم
کله په ظاهر خندان ، پټ پنهان ژړا یمه
نه پوهیږم چیرته ځم ، کله په عالم د خیال
څه فهم معنی لرم ، څه سیر عنقا یمه
نشه ازلي لري ، خټه د خوړښت زما
طبع د مستی لرم، زه شور غوغا یمه
زړه د صاحبدل لرم ، اورمه وینا د درد
زه لکه وینا د درد ، زړونو ته آشنا یمه
درد د عالمي لرم ، احساس انسانی لرم
فکر جهاني لرم ، په غم د هر چا یمه
کرکه له جاهل لرم ، صفا د باطن لرم
په تورو تیارو د جهل ، زه طور د سینا یمه
کله د ماحول حکم بنده کړې ، اسرار ژبه
کله لکه ګل په شان ،چوپه خوله ګویا یمه
پاڼه تو یيده دګل ، ما ته دی عبرت نکل
وینم خپل انجام په کی، زړه باندی بینا یمه
په زړه له فاني دنیا، ډیری اندیښنی لرم
ناڅاپه رفتن لرم ځان ته ، په سـودا یمه
څوک چی په وینا د درد ، ویيلی کړې دردمن زړونه
یم هغه مضمون د درد ، زه خوږه وینا یمه
وینم تصور کې تل ، ښکلی د جانان صورت
څو شیبې چې کله زه ، ځان سره تنها یمه