د کابل امریکایي پوهنتون د خپلو دوو تنو ښوونکو خلاصېدل ومنل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۸ل): په کابل کې امریکایي پوهنتون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره رسما ومنله، چې د یاد پوهنتون دوه تنه ښوونکي د طالبانو له درې کلن زندان وروسته خلاص کړل شوي.

د یاد پوهنتون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې «کیوین کېنګ» او «تېموتي»، چې کابو درې کاله وړاندې د ۲۰۱۶ میلادي کال د اګست د میاشتې په اوومه نېټه نیول شوي؛ خلاص شوي.

په خبرپاڼه کې د یادو دوو تنو ښوونکو له خلاصون هرکلی شوی او په تېرو دریو کلونو کې د هغوی تشې د محسوس کېدو خبره یاده شوې.

یاد دواړه ښوونکي، چې یو یې امریکایي تبعه او بل یې د استرالیا اوسېدونکی دی، نن ورځ د طالبانو له بنده د انس حقاني، مالي خان او حافظ عبدالرشید په بدله کې ازاد شوي.

انس حقاني، چې خلاصون یې افغان حکومت خپله سره کرښه یاداوه، د طالبانو د مرستیال «سراج الدین حقاني» ورور، مالي خان د نوموړي ماما او حافظ عبدالرشید د طالبانو د قطر دفتر د غړي «مولوي محمد نبي عمري» ورور دی.

د سیاسي چارو د څارونکو په باور، د طالبانو او امریکا تر منځ د بندیانو تبادله کولای شي، د دواړو لورو تر منځ د درېدلو خبرو بیا پیل ته زمینه برابره کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

امريکايان چی څوک په غلامی نيسی نو ښه سم يی غلاموی لکه غلام غنی ، چی څو ورځی مخکی يی د خپل ټوله کاری ټيم په مخ کی وويل چی طالبان يی له بنده آزاد کړل او دا يی ډيره سخته پريکړه وبلل ، خو دا شوده غلام پدی نه و خبر چی د بنديانو واک د باداری امريکی څخه دی او غواړی چی خپل غلام او ورسره نور طفيلی غلامان نور هم ذليله کړی . زما په اند هيڅ استعماری ځواک به خپل غلامان دومره نه وی ذليله کړی لکه اوسنی افغان؟ غلامان ، چی په ځلهاو يی تردی… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

د دی شيطانی پوهنتون مشر خو بيله قيد او شرطه د خپلو استادانو خوشی کيدل غوښتل ، اوس به څه وايی .