
د حال پر ژبه؛ حفيظ الدين پيرزاده
حفيظ الدين پيرزاده
چې د زندان دروازې خپله راته ماتې نه شي
چې بندیوان یې په ژړا په ننواتې نه شي
چې ھتکړۍ مې د لاسونو عظمت و نه مني
چې د پښو زولنې ورکې او میراتې نه شي
چې د باگرام جیل مې غیرت ته سلامي و نکړي
چې گوډاگیان مې ازادۍ ته سر ټیټي و نکړي
چې د دې عصر فرعون خپله په جرگه را نه شي
چې استکبار په گونډو نه شي او زاري و نکړي
زہ به له جیل څخه سفر په ھیڅ یو لوري نکړم
تر څو د ارگ بوتلان خپل ځان ته کوز گوري نکړم
موږ ته اعدام ھم بھانه د پاک دیدار ښکاري
موږ ته د دار رسۍ د یار د زلفو تار ښکاري※
موږ د الله پر ځمکه بل د چا خدایي نه منو
موږ پر طوفان باندې سپریږو تسلیمي نه منو
موږ چې جھاد کړو، یو زندان او بل سنگر پیژنو
موږہ دجال دی پیژندلی ھم یې خر پیژنو
دوی چې زموږہ نابودۍ ته ارادہ کړې وہ
خو د الله رضا بیا بله فیصله کړې وہ
زموږ پر دار د خیژولو ارمان گور ته یوسه!
ای د کابل ټامیه! سرہ کرښه دې کور ته یوسه
__________________________
حفیظ الدین پیرزادہ
د نومبر ۱۲/ ۲۰۱۹ م
ستاکھولم سویدن
※ موږ لیوني که څوک په دار ویروي
موږ ته د یار د زلفو تار ښکاري
مرحوم اجمل خټک
ما شاء الله