یوسفي وروڼو؛ازادي مو مبارک شه!!

حمزه حسیني

الله تعالی چې څه وغواړي هغه کیږي، که زموږ په اند هر څومره ناشونی او محال وي، تاسې وګورئ! موسیٰ علیه السلام په څنګه حالاتو کې دنیا ته تشریف راووړ، ددښمن په کور کې را لوی شو، دیو قبطي له وژلو وروسته له مصر څخه ولاړ او مدین کې استوګن شو، چې کله الله تعالی پیغمبري ورکړه، بېرته هماغه دښمن ته راغی او دخپل دین دعوت یې ورکړ، بالاخره یې دښمن دعوت قبول نه کړ، دمرګ سبب یې موسیٰ علیه السلام شو.

همدا راز یوسف علیه السلام په کوهي کې دوژلو له پاره واچول شو، بیا را وایستل شو، عزیز مصر واخیست، هلته پرې ددرغو توهمت ولګېده، له کورنۍ نه لرې زنداني شو، پلار یې حضرت یعقوب علیه السلام دده دفراق او غم له امله دسترګو دید له لاسه ورکړ، او بیا الله تعالی راخلاص کړ، سره له دې چې پیغمبري یې ورکړې وه دمصر پاچایي یې هم ورکړه.

زموږ خوږ پیغمبر محمد مصطفٰی صلی الله علیه وسلم الله تعالی یتیم پیدا کړ، په کوچني والي کې دمور له نعمت نه هم محروم شو، دمکي مکرمې مشرکینو دتره په شمول په دوی بندیزونه ولګول، د وژلو هڅې یې وشوې، له مکې مهاجر شو، الله تعالی یو څو کاله وروسته په داسې مهال دمکي مکرمې فتحه ور په برخه کړه چې ملګري یې په سلګونو وو او له فتحې مکې نه وروسته په زرګونو شول الحمدلله.

داسې بې شمېره واقعات موجود دي چې الله تعالی خپل بندګان له ازمېیښت څخه وروسته ثمره په لاس ورکړې، په ازمېيښت باندې صبر کول رښتیا هم سخت دی خو ثمره او اثر مرتبه یې له سترو خوشالیو ډکه وي.

په اوسني عصر کې چې پر مجاهدینو او اسلامي احکامو ته ژمنو خلکو باندې څومره تکالیف راغلي هغه یو الله تعالی ته مالوم دي، اَمَّا دوی هم دخپلو اسلافو نقش قدم تعقیب کړ، چې دا دی رب العٰلمین اوس له سترو ویاړونو برخمن کړل.

راځم اصل مقصد ته، هغه دا چې پرون مو درې یوسفي څېرې دکفارو او دهغوی دغلامانو له کرغېړنو زندانونو را ازادې کړې، دومره خوشال یم چې اندازه یې نه کیږي، بېشکه چې وروسته له هرې سختي نه ایاني وي، دا هغه وګړي ول چې کله به مجاهدینو او فدیانو په یرغلګرو کفارو او ددوی په غلامانو تندریز ګوزار وکړ؛ نو همدوی ته به دخطر زنګ ووهل شو، داعدام تر تختې به یې اوازې لاړې او مجاهد ملت به یې پرې ودرداوه، خو لله الحمد مجاهدینو هم دوی ته پوره تابیا نیولې وه چې بېرته به دښمن داعدام له پرېکړې شاتګ ته مجبور شو.

الله تعالی دا دی په خپل فضل او کرم ددښمن له زندانه را خلاص کړل، وېزې او پاسپورټونه ورکړل شول، بندیزونه ترې لرې شول، دبیا نیولو له ګواښ څخه خلاص شول او خپلو ملګرو سره یو ځای شول بلکل لکه مخکېنی تاریخ چې دتمثیل په توګه انځور شوی وي.

بناءً زه خپله ټول مجاهد ولس ته، دحقاني صیب او عمري صیب کورنۍ ته ددغو ویاړلو څېرو دراخلاصېدو مبارکي وایم، الله تعالی دې زموږ ټول بندیان په خیر او عافیت راخلاص کړي او الله تعالی دې ددوی ټول تکالیف عبادات او یوسفي سنت قبول وګرځوي آمین.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

امين يا رب العالمين

Abdul-Rauf Alam
میلمه
Abdul-Rauf Alam

الحمدلله، الله تعالی دي دوی، له خپل ویاړلې کورنی غړو سره روغ او جوړ لري، او د الله عزوجل نه، د پاتی ټولو بندیانو خلاصون غواړم.