طالبانو د امریکایي پوهنتون د دوو ښوونکو تر څنګ لس افغان عسکر هم خلاص کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۸ل): طالبانو رسما ومنله، چې د امریکايي پوهنتون له دوو تنو استادانو اولس افغان عسکرو سره یې د خپلو دریو تنو بندیانو تبادله بریالۍ ترسره شوې.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي «څنګه چې د اسلامي امارت د دریو تنو مجاهدینو محترم انس حقاني، محترم حاجي مالي خان او محترم حافظ عبدالرشید د آزادیدو په اړه مثبت اقدام شوی، موږ یې هر کلی کوو.»

خبرپاڼه زیاتوي «همداراز، د اسلامي امارت له لوري د دوو تنو پروفیسورانو ( کیون کینګ امریکايي او تیموتی ویکس استرالیايي) او لسو تنو افغان عسکرو د خلاصون پروسه په کامیابۍ سره تکمیل شوه.»

د خبرپاڼې له مخې، دا ډول کړنې د سولې بهیر له پرمختګ سره مرسته کولای شي او د باور فضاء جوړولای شي.

طالبانو ددې ترڅنګ په یاده خبرپاڼه کې، د قطر له امیر او د یاد هیواد د بهرنیو چارو له وزیر هم مننه کړې، چې د تبادلې تسهیلات یې برابرکړي.

یاده دې وي، چې د امریکایي پوهنتون دوه تنه استادان درې کاله وړاندې طالبانو په کابل کې برمته کړي وو، چې نن یې امریکایي لوري ته وسپارل او په بدل کې یې د سراج الدین حقاني ورور «انس حقاني» د نوموړي ماما «حاجي مالي خان» او د مولوي محمد نبي عمري ورور «حافظ عبدالرشید» ازاد شول.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

بسم الله الرحمن الرحیم طالب مجاهدینو ( مشرانو او کشرانو ) ته د دجال له زندانو او شکنجو څخه د انس حقانی صاحب، عبدالرشید صاحب او مالی خان صاحب د ژغورلو او خلاصیدو مبارکی وایو. مبارک مبارک مبارک ……….. او د الله ج شکرونه ادا کوو. او د هغه دوه استادانو په خلاصیدو هم خوشاله شو ولی؟ هغه استادان هم غریب استادان دی حتی دغه عسکر چه د ناتو او امریکا د حریصو او استثمارګرو سرمایدارانو په قومانده راوستل شوی ځان وژنی او زمونږ مظلوم اولس وژنی د همدغی ناپوهی او غریبی له امله دی . که دوی غریب نه… نور لوستل »