
له ملي لوبډلې لرې؛ محمد شهزاد په ټي ټين لیګ کې وځلېد
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان ملي لوبډلې تکړه او چټک اوپنر توپوهونکی محمد شهزاد چې اوسمهال د ملي لوبډلې څخه بهر دی په عربي اماراتو کې په ټي ټين لیګ کې وځلېد.
محمد شهزاد د ډيکن ګلډیټرز لوبډلې په ګټه لوبیږي چې په ننۍ سیالۍ کې یې په ۱۸ توپونو نیمه سلیزه ووهله او په ۲۱ توپونو یې «۵۷» چټکې منډې جوړې کړې، نوموړي په یادو منډو کې ۶ شپږیزې او ۳ څلوریزې هم وهلي دي.
🔥5⃣0⃣ in just 18!!@MShahzad077 masters the hitting as Gladiators reaches 💯!!#WeAreGladiators #HumHainDakshin #DGvsQAL #T10League pic.twitter.com/jPSaj7kSa9
— Deccan Gladiators (@TeamDGladiators) November 19, 2019
له دې وړاندې په تېر ۲۰۱۸م کال ټي ټين لیګ سیالیو کې محمد شهزاد د سیال لوبډلې پر وړاندې په ۱۶ توپونو چټکې ۷۴ منډې جوړې کړې وې، چې د سیال لوبډلې ۹۴ منډو هدف یې یوازې په ۴اورونو کې بشپړ کړی و، نوموړي په دې لوبه کې په ۱۲ منډو نیمه سلیزه وهلې وه.
محمد شهزا په پنځوس اوریزو نړیوال جام کې په پښه کې د ټپونو له کبله له سیالیو بهر شو، خو وروسته په بهرني هېواد کې د یوې عامې لوبډلې سره په لوبه کې ولیدل شو، همدا لامل شو چې کرېکټ بورډ یې تړون د نامعلومې مودې لپاره وځنډاوه.
Another sensational performance by the Gladiators!
Set a target of 129 runs for the Qalandars to chase!#AbuDhabiT10 #t10league #t10season3 #inabudhabi #AldarProperties pic.twitter.com/9XrkqjnhTt— T10 League (@T10League) November 19, 2019
له هغې وروسته دا لومړی وار دی چې شهزاد په سترو سیالیو کې راڅرګندیږي، د نوموړي لوبډلې د قلندرز پر وړاندې په ټاکلو لسو اورونو کې ۱۲۸ منډې جوړې کړې دي.
د ټي ټين لیګ لس اوریزې سیالیو دریم پړاو په ۱۴م نومبر د عربي اماراتو په ابو ظبي لوبغالي کې پېل شوې چې د محمد شهزاد په ګډون په کې یو شمېر نور افغان لوبغاړي هم شامل دي.
خو همدا مونږ ژړوي چې کله کله ملي ګټې هم پر شخصي مسایلو باندې ګڼل کیږي. نو اوس کرکټ بورډ ته شرم پکار دی. ډیره بخښنه غواړم نور پزې ته راغلي یو. مننه