طالبانو په بغلان کې «۵۵» کیلومتره عام سرک رغولی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۸ل): طالبانو ویلي، په مرکزي بغلان کې یې د ولس په مرسته ۵۵ کیلومتره عام سړک رغولی.

د طالبانو د رسمي ادرس د خبرپاڼې له مخې «د هیواد په بیلابیلو برخو کې د مجاهدینو لخوا د اولس په همکارۍ د بیارغوني په لړ کې د ګرداب نه تر قیصر پوري ۵۵ کیلو متره سړک ورغول شو، دغه سړک د مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د اولس او مجاهدینو په ګډه مرسته رغول شوی او پرون د عام تګ راتګ لپاره ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.»

یاده دې وي، چې طالبانو په دې وروستیو کې عامه پروژو ته خپله پاملرنه زیاته کړې، دوی د هیواد په بیلابیلو برخو کې هغو مؤسساتو ته، چې د عامه ګټو لپاره کار کوي؛ د فعالیت زمینه برابروي او د کارکوونکو امنیت یې ساتي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

هر انسان ، هر قوم او یا هر هیواد ته الله ج د نورو پرتله ځانګړتیاوی ورکړی . د مثال په ډول یهودان تر ټولو حریص او متحد، انګریزان تر ټولو شیطان قوم دی همدارنګه عربان او پشتانه ډیر غیرتی او میلمه پال مګر خپلو کی یو بل ته ګذشت نه لری . په همدی ډول د طالبانو دغه ګروپ چه اسلامیت او افغانیت دواړو پکی نغښتل شوی تر ټولو متقی، زړور، پیاوړی ، په الله ج ، هیواد، خلکو، او خپلواکی مین ګروپ دی د خلکو،خاوری او خپلواکی په دفاع کی له سر او مال تیر دی. طالبان د… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

بیانزیه: ته هم اشرف المخلوقات یی. دومره چاپلوسی هم پکار نده. کله به می له یاده ووځی چی د لوګر د ازرې کلینک یی له داکترانو، مریضانو او پيوازانو سره دړې وړی کړ. د ارزګان شفاخانه څو ورځی مخکی در یاد کړه، د پلونو ورانول، د مکتبونو ځوسول…. لمر په دوه ګوتی نه پټیږی.

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ په خیر،
ڼن ټکی اسیا ته،
په ډیر درنښت ،ایا کولای شی چه پاسنی خبر تصحیح کړی؟
کیدای شی طالیبانو ۵۵ کیلو متره سړک په تراکتوران بل مخ چپه کړی وی،

اجمل
میلمه
اجمل

ماشاالله څنګه پری باور وکړو. وایی د هندو له کوره قرآن راووت.