
دوستم: که سرتېرو بیا ځلې په عامو خلګو ډزې وکړې؛ حالت به د ډاکټر نجیب تر وخت لا خراب شي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د مشر لومړی مرستیال «دوستم» وايي، که سرتېرو بیا ځلې په عامو خلګو ډزې وکړې، حالت به د ډاکټر نجیب له وخت لا هم خراب شي.
د «صبح کابل» ورځپاڼې د راپور له مخې، دوستم په شبرغان ښار کې د ولسي جرګې له یو شمېر غړو او د ثبات او همپالنې ټیم له غړو سره په ګډه یوې ناستې ته وویل « د هیواد هر وګړی پوهېږي، چې اشرف غني تقلب کړی که چېرې نوموړی د عامو خلګو په وړاندې درېږي، له وړاندې دې په خپل تابوت مېخونه ووهي.»
نوموړي زیاته کړه « د رایو د بیا ځلې شمېرنې د امنیت په پلمه د ټانګونو ځای په ځای کول خطرناکې پایلې لري او که چېرې کوم سرتېری زموږ ملت په توپک او میل باندې وهي؛ حالت به د ډاکټر نجیب له وخت هم خراب شي.»
د نوموړي په خبره، د دفاع او کورنیو چارو وزیر په خلګو باندې د ډزو امر نه دی ورکړی؛ بلکې امنیتي مسئولینو د ارګ تر فشار لاندې دا کار کړی.
دوستم وروسته له هغه غني ته ګواښ کوي، چې څو ورځې وړاندې د رایو د بیا شمېرنې د بهیر په مخالفو لاریونوالو د ډزو راپورونه خپاره شول.
نجیب ګوهمتادتاریخ کندی ته وسپارۍ اشرفغنی یی شاګرد دۍ دۍ هم وسپاره دابه دی یوتاریخ سی