افغانستان فوټبال کې قطر ته ګټلې لوبه وبایلله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې په تاجکستان کې د نړیوال او اسیا جام غوراوي سیاليو په لړ کې د قطر پر وړاندې سیالۍ ترسره کړه چې په یو شمېر تیروتنو یې بالاخره لوبه کې په ۱-۰ ماتې وخوړه.

د افغانستان لوبډلې د قطر پر وړاندې په لومړۍ نیمایي کې هغه مهال د ګول وهلو اسانه چانس له لاسه ورکړ کله چې عمران حیدري په ۲۹مه دقیقه کې ونشوه کړای له پینالتي څخه ګول ووهي.

افغان لوبډلې چې د روزونکي انوش دستګیر تر مشرۍ لاندې سیالۍ ترسره کوي، په لومړۍ نیمایي کې غوره لوبه ترسره کړه او پر سیال لوبډلې یې یو شمېر حملې وکړې خو په ګول وهلو ونه توانېدل، په دې سره لومړۍ نیمایي په صفر-صفر پای ته ورسېده.

په دویمه نیمایي کې قطر لوبډلې پر افغان لوبډلې فشار راوړ چې بالاخره په ۷۵مه دقیقه کې افغان لوبغاړي په تیروتنې سره قطر ته پینالتي ورکړه او قطري لوبغاړي اکرم عفیف پرته له کومې غلطۍ ګول وواهه او لوبه کې یې ۱-۰ وړاندې والی وموند.

وروسته د دواړو لوبډلو لخوا د حملو کولو لپاره خوارۍ وشوې خو هیڅ کوم لوبډله په ګول وهلو ونه توانېدله او سیالۍ کې يې په ۱-۰ ماتې وخوړله.

https://twitter.com/theafcdotcom/status/1196822770392403973?s=20

د ننۍ سیالۍ په پای سره د قطر لوبډله د نړیوال او اسیا جام غوراوي سیالیو په لړ کې په ګروپ اي کې په ۱۳ نمرو سره لومړی مقام لري، عمان ۱۲ نمرو سره دویم، افغانستان چې تر دې مهاله یې یوه لوبه ګټلې، یوه یې مساوي کړې او ۲ یې بایللي په ۳م، هند په ۳ مساوي او یوه کې ماتې خوړلو سره ۴م او بنګلدیش چې هیڅ بریا یې نه ده خپله کړې په ۵م نمبر ده.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د قطر او افغانستان ترمنځ د قطر په کوربه توب سیالۍ ترسره شوې وه چې قطر پر افغان لوبډلې د صفر په بدل کې ۶ ګولونه وهلي وو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د