شعـــــرونه

غزل؛ خوشال کليوال

خوشال کليوال

هغه چې پرون و څيري ګریوان لکه یوسف
پاچا دی د ګلونو، راروان لکه یوسف

زما ړانده نظر ته یې چا نه راووړ قمیص
نه زه لکه یعقوب شوم، نه جانان لکه یوسف

دنیاوي بیلي بیلي دي د زړونو ځکه نو
یوه هیله زلیخا وي، یو ارمان لکه یوسف

هغه د زړه د مصر، وزیر د خزانو دی!
خیر نن که په دې ښار کې دی ارزان لکه یوسف

دیدن د بِنیامین دی قحط کړی وچکالۍ
بار کړي په غنمو چا اوښان لکه یوسف

چې ما خوشحال ته وایي تعبیرونه ګلالي
په زړه کې مي اسیر دی، داسي ځوان لکه یوسف

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close