شعـــــرونه

غزل؛ مل غني خيل

مل غني خيل

تا مي غرور ماتاوه، ما دې زولنې ماتې کړې
باګرامه! څنګه مي ستا شومې ارادې ماتې کړې؟

تا که هرڅو په عمري قید او یا اعدام ګواښلم!
خو بیلتانه مي د ملګرو حوصلې ماتې کړې

تا را کتل، ما دي شلول د اعدامونو پړي
یوه، یوه مي دې د دار درستې تختې ماتې کړې

د غلامۍ او بادارۍ تار به همدېته وایې؟!
غلام خبر نه و بادار یې فیصلې ماتې کړې

د څڼورو ملنګانو زور دې ولید که نه؟
” مله! “د ډیرو پاچاهانو یې کرښې سرې ماتې کړې

مل غني خیل

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close