افغانستان

مايک پامپيو: د بنديانو تبادله به د سولې لپاره دريڅه شي

نن ټکی اسیا (چهارشنه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۸ل): د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د طالبانو او امريکا ترمنځ د بنديانو د تبادلې هرکلی کړی او وايي، چې دا تبادله به د سولې خبرو بيا پيلېدو لپاره دريڅه شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، د بګرام له زندانه د طالبانو د درې بنديانو او د طالبانو له لوري د امريکايي پوهنتون د دوو استادو د خوشې کولو هرکلی کوي او دا ګام به د افغانستان اوږدمهالې جګړې د پای ته رسولو لپاره زمينه برابره کړي.

د مايک پومپيو په وينا دواړه خوشې شوي استادان اوس مهال تر درملنې لاندې دي او په لنډ وخت کې به خپلو کورنيو سره يو ځای شي.

په کابل کې د امريکا سفير جان بس هم د بنديانو د تبادلې هرکلی کړی دی.

طالبانو هم د بنديانو تبادله يو مثبت ګام بللی او وايي، چې دې سره به د سولې بهير کې د باور جوړونې لپاره زمينه برابره شي.

د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد ويلي، د امريکايي پوهنتون د دوو استادانو سربېره يې لس افغان عسکر هم د ښه نيت له امله خوشې کړي دي.

طالبانو په خپره کړې اعلاميه کې له قطري چارواکو هم مننه کړې، چې د بنديانو په تبادله کې يې اسانتياوې برابرې کړي دي.

د يادونې وړ ده، د طالبانو مرستيال ملا سراج الدين حقاني ورور انس حقاني، د هغه ماما حاجي مالي خان او د قطر دفتر غړي مولوي محمد نبي عمري ورور حافظ عبدالرشيد وړمه ورځ د بګرام له زندانه خوشې شول او قطر ته ورسېدل.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين تاييد کړې چې درې واړه بنديان ورته سپارل شوي دي.

د امريکايي پوهنتون دواړه استادان تېره ورځ له غرمې مخکې د زابل په نوبهار ولسوالۍ کې امريکايي عسکرو ته سپارل شوي وو او په کابل کې د امريکايي پوهنتون مشرتابه هم منلې، چې دواړه استادان خوشې شوي او تر درملنې وروسته به په لنډ وخت کې له خپلو کورنيو سره يو ځای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

داډیره دافسوس خبره نده چه ماک پامپیوددووپوهنتون داستادانودایله کیدوذکرکړۍ دۍ اودلسوافغان چوکیدارانوقطی ذکریی هم ندۍ کړۍ که یی کم سپۍ ورایله سوۍ وای هم به یی طالبان ستایلی وای نوداشرفغنی ،کرزی اونوروچوکیدارانودپزی پریکول ندی اوکه دوی افغانی غیرت اوننګ نه لری،زه دطالبانووروڼوڅخه داخواهش لرم چه ترتیرتوافق تیرنسی نوی تړونونه ونکی دوی حطماًوزی چاره نلری.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x