افغانستان

لوګر کې د امريکايي شينوک چورلکې نسکورېدو له امله لسګونه بهرني او کورني عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۸ل): د لوګر ولايت په څرخ ولسوالۍ کې طالبانو د امريکايي پوځيانو شينوک چورلکه نسکوره کړې، چې له امله يې لسګونه امريکايي او د صفر يو قطعې چاپه وهونکي عسکر وژل شوي دي.

د سيمې خلکو نن ټکی اسيا ته ويلي، چې تېره شپه ناوخته امريکايي عسکرو د صفر يو قطعې په ملتيا د څرخ ولسوالۍ په پنګرام سيمه کې د طالبانو پر يوه مرکز بريد وکړ، خو د طالبانو له سخت ځوابي برید سره مخ شول او د دغې نښتې پر مهال د امريکايانو يوه شينوک پوځي چورلکه نسکوره شوه.

د سيمې خلک وايي، چورلکه له ټولو سپارليو سره په بشپړ ډول سوځېدلې، سيمه د بهرنيو عسکرو له لوري محاصره ده او هېڅوک نه ورپرېږدي.

طالبانو هم د يادې پېښې مسؤوليت منلی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، امريکايي شينوک چورلکه، د طالب جنګياليو په برید کې نسکوره شوې او په بشپړ ډول ويجاړه شوې ده.

ښاغلي مجاهد د چاپې له مرکزه د ترلاسه شوو معلوماتو پر اساس ويلي، په دغه چاپه کې ۵۴ امريکايي او د صفر يو قطعې عسکر وژل شوي او چورلکه په بشپړ ډول له منځه تللې ده.

بهرنيو ځواکونو منلې، چې د امريکايي پوځيانو د چورلکې نسکورېدو پېښه کې دوه امريکايي عسکر وژل شوي او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابو محمد الفاروقي

أوس به بيا واي جه عاجله ناسته ي كري

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x