افغانستان

شاهین: د بندیانو په تبادله کې د کابل ادارې هيڅ دخل نه درلود

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۸ل): په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند “سهیل شاهین” هغه خبرونه رد کړل، چې څرګندوله یې دري تنه طالب زندانیان له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو په شرط پرېښودل شوي.

سهیل شاهین په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي “‏مونږ د الجزیرې تلویزیون دا راپور چې د اسلامي امارت  درې  بندیان د کابل ادارې سره د کومې معاملې او یاد راتلونکو مخامخ مذاکراتو لپاره خوشې شوي، په کلکه ردوو،  هیڅ حقیقت نلري”.

انس حقاني، حافظ عبدالرشید او مالي خان هغه درې طالب زندانیان وو، چې دوې ورځې وړاندې په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر ته وسپارل شول او په بدله کې یې د امریکایي پوهنتون دوه تنه ښوونکي “کیون کینګ” او “تیموتي” د طالبانو له بنده خلاص شول.

د ګډ حکومت مشر “اشرف غني” د طالب زندانیانو د خلاصون د خبر اورولو په مهال ادعا کړې وه، چې یاد زندانیان د سولې د پروسې د پرمختګ او له طالبانو سره د مخامخ مذاکراتو د پیل په موخه په مشروط ډول ازاد شوي.

د نوموړي د څرګندونو په تعقیب تېره ورځ الجزیره تلویزون هم ورته ادعا وکړه؛ خو د سیاسي چارو شنونکی “نظر محمد مطمئن” چې د طالبانو له سیاسي دفتر څخه تر راګرځېدلو وروسته یې څو ورځې وړاندې په کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې، وویل امریکایانو د خلیلزاد په خوله پر طالبانو ټینګار کړی وو، چې د انس حقاني او ملګرو د خلاصون په بدل کې له افغان حکومت سره خبرې پیل کړي؛ مګر یاد شرطونه د طالبانو له لوري رد شوي وو، چې له امله یې د څو ورځو لپاره تبادله هم ځنډول شوې وه.

طالبانو له امریکايي  لوري سره د مذاکراتو له پیله له افغان حکومت سره خبرې رد کړې او تر دې دمه په خپل دریځ ولاړ پاتې شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
زمری سیلاب عزیزي

دا یو ډیر ښه اقدام دی. د داسې نورو اقداماتو غوښتونکي یو او غواړو چې نور هم د اعتماد فضا رامنځ ته شي او مذاکرات چې له هر چا سره وي مونږ ته مهمه یوه اسلامي سوله ده. چې په هغه کښې د هیواد ملي ګټې او د ستراسلام عزت خوندي وي. مننه

ابو محمد الفاروقي

طالب جانا
قوي سياست مو نيولي

الله ج د ثبات توفيق در كري

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x