لیکنېنظــر

انس حقاني؛ له زندان تر مذاکراتو

جمال پشتون

انس حقاني د ستر مولوي جلال الدین حقاني صاحب د وياړلې کورنۍ له کشرانو څخه دی؛ خو که ووایو چې د پنځه کلن زندان له امله تر ټولو مشهوره څېره شوه مبالغه به نه وي. په دې موده کې د دښمن ډنډوره چي رسنیو کله انس نظامي ستراتيژيست باله، کله یې مطبوعاتي تیوریسن او کله د خطرناکو عملیاتو پلانوونکی! خو انس دا یو هم نه و، انس د مدرسې کشر طالب و چې په ۲۰۱۴ کال کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د ټولو موافقو پرخلاف ونیول شو او بیا یې کابل ته راووست. افغان حکومت په پوره سپین سترګۍ ادعا وکړه چې انس یې په خوست کې نیولی، خو امریکايي دوستانو یې د دې درواغو عمر بېخي لنډ کړ او ژر یې خبره سپينه کړه چې انس یې چېرته او څنګه ونیوه. نو په دې اساس ډنډوره چي رسنیو د انس په مهم ښوولو هڅه کوله چې ځان ته یوه لاسته راوړنه جوړه کړي، خو دې ته یې پام نه و چې دا انس به یوه ورځ د دوی له منګلو وځي او داسې به وځي چې دوی خواران به لا پوښتل کېږي هم نه…بیا به دې ستر شوي انس حقاني سره څه کوي!

ډاډه یم چې انس حقاني به د حقاني کورنۍ تر ایرو لاندې جوهر هم راڅرګند کړي او ډنډوره رسنۍ به خپلو د کلونو تبلیغاتو ته ټیټ سترګي کړي چې دوی په څومره بې شرمۍ سره دغې د علم، جرګې مرکې، جهاد او تفاهم کورنۍ ته یې د وحشت او دهشت څېره جوړوله. په تېرو اتلسو کلونو کې د دښمن پرېوتو رسنيو د دغې کورنۍ د بدنامولو لپاره خپلې ټولې سرچينې او حربی وکارولې. دې کورنۍ ته يې داسې انځور جوړ کړ چې له جګړې هاخوا په بل هېڅ کې هم نه دي. انس یو شاعر دی، یو قلموال دی، لکه خپل پلار په قام او وطن مین ځوان دی. د انس ملګرو ماته ویل چې ان په زندان کې د انس ټوله مشغلا شعر و شاعري او لیکوالي وه. ټولې پوښتنې به یې د شاعرانو او لیکوالو په باب وې. زه خبر شوم چې انس په زندان کې د اسدالله غضنفر د «نثر لیکلو هنر» لولي، ماته افسوس راغی چې اشغال موږ څومره سره لرې کړي یو. یو په ادب او ښکلا مین ځوان یې د زندان تورو تمبو شاته وغورځاوه، کلونه یې وکړاوه او ان د کتاب او مطالعې له حق یې هم انکاري شول. نن چې دا حق ورکړل شو د داسې چا کتاب لولي، چې د داسې حکومت مامور دی چې د انس نیول او ساتل ورته خپل لوی شهکار ښکاري!

اوس چې انس حقاني بالاخره ازاد شو او قطر کې مېشت شو، زموږ هیله ترې دا ده چې اوس دې په لیکوالۍ او شاعرۍ ځان او موږ دواړه ماړه کړي، داسې نه چې د شهرت ننګیال په خبره «چې لیکوال موړ شو مړ شو» او هر څه ته اوس شا کړي. زه باور لرم چې انس به ډېرې ناویلي تجربې، مشاهدې او کیسې لري او دا پرې زموږ د مبارزاتي تاریخ پور دی چې دا به تر ولس رسوي او تاریخ ته به یې سپاري. موږ ټول د انس لیکوالۍ او شاعرۍ ته پوره پوره تږي یو، اوس به انس زموږ دا تنده ماتوي.

د دې تر څنګ انس حقاني د طالبانو د مذاکراتو ټیم غړی هم دی. مذاکراتي ټيم کې د انس په حضور سره د امارت سياسي مشرتابه يوه ډېره پر ځای پرېکړه وکړه. له دې سره يې هغه شکونه هم لرې کړل چې ګواکې پلانۍ ډله جګړه غواړي او سولې ته لېوالتيا نه لري. اوس امارت يو مقتدر، جامع او واقعا نماينده مذاکراتي ټيم لري چې ان شاء الله ژر به موږ ته ښه زېري ولري. انس به اوس دغه ټيم سره دنیا ته وروښيي چې دوی یوازې د جګړې او مقاومت خلک نه دي، دوی تر بل هر چا، لکه جګړه کې چې مخکښ دي، د مذاکرې، تفاهم او منطق په ژبه هم پوره آګاه دي او دې سنګر ته هم چمتو دي. مرحوم مشر حقاني صاحب د جهاد له بریا وروسته د جګړې پر ځای د جرګو سړی شو، له کلیوالي منازعو تر ملي منازعو پورې رامخکې شو او وطن ته یې د سولې، مینې او وروګلوۍ د بیاراګرځولو په لار کې په هېڅ هڅې او سختې هیله ونه کړه او هر څه یې وګالل؛ خو د جګړې نشه یانو چېرته د دې ملي او درانه مشر خبرې ته غوږ ايښود. حقاني صاحب چې ګرديز نيسي، د رژيم تسليم شوو ته په کم ساري مېړانې بښنه کوي او ورته وايي چې موږ ته پرون مشروع هدف وئ، خو نن ستا ساتنه زموږ دنده ده. حقاني صاحب د يوه حکيم او مصلح مشر په توګه له شخصي عقدو، کدورت او کرکې پورته انساني، اسلامي او ملي فکر کاوه. دغسې له جهاد وروسته حقاني صاحب سره له دې چې کافي وسله او مجاهدين يې درلودل، خو ويې نه غوښتل چېد خپل قدرت او سياست لپاره يې قرباني کړي. په فوق العاده شرايطو کې د فوق العاده پرېکړو اړتيا وي او مشر حقاني صاحب همداسې وکړل.

انس د دغسې یوه مجاهد، مبارز، ملي مشر او مرکچي زوی دی. اوس، لکه تقدیر چې بیا دا بار د بل حقاني پر اوږدو ږدي، لکه بیا چې موږ د سولې د بل حقاني څښتن کېږو. اوس به انس له امریکایانو سره تر تفاهم وروسته افغانانو راټولوي او د خپل مرحوم پلار یاد به تازه کوي. په دې هیله چې انس او په ټوله کې د مذاکراتي ټیم ټول درانه غړي په دې درنې مرحلې کې وکولای شي چې افغانستان له دې کاواکه شرایطو څخه وژغوري او د یوه خپلواک، هوسا او بسیا افغانستان بنست کښېږدي.

په مینه!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Abdul-Rauf Alam

ان شاءالله.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x