افغانستان

روحاني: په افغانستان کې د امریکا نظامي حضور ستونزې زیاتې کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۸ل): د ایران هیواد ولسمشر «حسن روحاني» وايي، په افغانستان کې د امریکا د نظامي اډو او نظامي حضور شتون د سیمې او افغانستان په کچه ستونزې زیاتې کړې.

حسن روحاني د پاکستان د پوځ له مشر «جنرال جاوید قمر باجوه» سره په تهران کې د خپلو خبرو په مهال ، د ایران او پاکستان د اړیکو په غښتلتیا ټینګار وکړ او تر څنګ یې د افغانستان د وضعیت په تړاو یاده کړه، چې پرته له شکه په یاد هیواد کې د امریکا نظامي حضور او د بېسونو شتون د افغانستان ستونزې نورې هم زیاتې کړې.

روحاني زیاته کړه « د افغانستان د سرنوشت په ټاکلو کې باید هیڅ بهرنی لوری رول ونه لوبوي او یوازې افغانان باید د خپل سرنوشت ټاکلو ته پرېښودل شي.»

حسن روحاني داسې مهال په افغانستان کې د امریکا نظامي حضور د هیواد په زیان بولي، چې د کابل حکومت یو شمېر چارواکي بیا د ناټو د نظامي حضور د غځولو په لټه کې دي او د هغوی شتون دلته د سیمې او ثبات د امنیت لپاره اړین ګڼي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

مه کوه په چا چی وبه سی په تا . کوم وخت چی د ظالمو اشغالګرو ۴۰۰ الوتکو پر افغانستان شپه او ورځ بمباری کولی ، افغانان يی وژل او بنديانول ، هغه وخت کومه ستونزه نه وه ، د وخت جمهور رئيس رفسنجانی او د استخبارتو رئيس دواړو وويل چی بيله د ايران له مرستی امريکی نشوای کولای چی پر افغانستان حمله وکړی . اوس چی ستاسو واری راغلی ستونزی پيدا سوی .؟ داچی تاسی ټوله قرانکريم نه منی نو د ظالم دوستی مو وکړه ، کنی واضح او روښانه ليکل سوی چی د ظالم سره دوستی مه کوی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x