افغانستان

عمران خان د امریکایي پوهنتون د ښوونکو له خلاصېدو هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۸ل): د پاکستان لومړي وزیر «عمران خان» د طالبانو له لوري د امریکایي پوهنتون د دوو تنو ښوونکو د خلاصېدو هرکلی کړی.

عمران خان په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي « پاکستان د کیون کېنګ او تیموتي د خلاصون هرکلی او له هغو ټولو اړخونو مننه کوي، چې په دې برخه کې یې مرسته کړې، موږ د نړیوالې ټولنې د یوې داسې برخې په توګه چې د افغان جګړې د پای ته رسولو او یاد هیواد ته د سولې د راتګ لپاره کارکوي، د پروفیسرانو له خلاصون هرکلی کړی او تسهیلات مو ورته برابر کړي.»

نوموړي زیاته کړې « له سیاسي لارو چارو د افغان شخړې د حل کولو لپاره هڅې زموږ د ملي پالیسي یوه برخه ده، موږ هیله لرو چې د بندیانو په خلاصون سره به د ټولو اړخونو تر منځ د اعتماد فضاء برابره شي او هغوی به د سولې خبرو ته بیا راوګرځي.»

د خان په قول، پاکستان د افغان سولې لپاره د کېدونکو مذاکراتو ملاتړ کوي او تسهیلات ورته برابروي.

د امریکايي پوهنتون دوه تنه ښوونکي «کیون کېنګ» او «تیموتي» تېره ورځ په افغان خاروه کې د طالبانو له لوري امریکایانو ته وسپارل شول او په بدل کې یې درې تنه طالب زندانیان خلاص شول.

که څه هم طالبانو په رسمي ډول د یادې تبادلې په برخه کې د پاکستان د رول په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو د هغوی له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې یوازې د قطر هیواد د امیر او د بهرنیو چارو له وزیر د تبادلې د تسهیلاتو د برابرولو له امله مننه شوې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x