شعـــــرونه

نعتيه غزل؛ ثناء الله معصوم

ثناءالله معصوم

ډیوه د محبت چې له حرا را بلیدله
ارواه د بشریت د خوښۍ ټال کې ځنګیدله

پرته د تور تم غیږه کې نړۍ وه لالهانده
روښانه شوه روښانه چې سپوږمۍ وځلیدله

مَعبُود یې له مَعبده د ذلت په اوګو بار کړ
شغله د سپین ایمان به یې چې زړه ته رسیدله

خبیب تر داره یو وړ د سپیڅلې مینې راز ؤ
حبیبه ستا دنور ډیوه یې زړه کې بلیدله

عمر یې جوړ فاروق کړ، بلال د حورو زیب شو
صدیق شو ابوبکر،  نړۍ څنګه بدلیدله

له مینې مې د مینې  تعبیر چا ته کړلی نشو
معصومه! چې په خیال که به مې کله ګرځیدله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x