سیرت النبي «دوهمه برخه»

ثناءالله معصوم

د حضرت محمد ﷺ پاک ژوند له بعثت نه ورسته  په دوه برخو ویشل شوی چې هر یو یې ځانته تفصیل لري،

لومړی مکي زندګي:

په مکه معظمه کې رسول اللهﷺ لومړی اسلامي دعوت  خپلو خپلوانو ته شروع کړ او وروسته یی بیا په پټه توګه نورو خلکو دعوت ورکا و، کله چې حضرت عمر رضي الله عنه په اسلام مشرف شو، له هغې ورځې ورسته یې د اسلام دین ته په ښکاره دعوت شروع کړ.

دوه کاله یې په مکه معظمه کې په جهر سره اسلامي دعوت وکړ او کافران یې د اسلام مبارک دین ته را بلل،
د دعوت  مرحله یې په مکه معظمه کې ۱۳ کالو ته ورسیده.

په دغو دیارلس کالونو کې په نبي کریمﷺ داسې تکلیفونه راغلي چې قلم وال یې له لیکلو عاجز دي،
قلمونه  که د طایف د سخت سفر داستان شروع کړي رنګ به اوښکې شي او کاغذ به د درد تاب رانه وړي،
خو لیکوال به د جانان د ترحم انتهاء ځکه ونشي لیکلی چې تصور یې دانسان له عقله ډیره پورته ده،
د طایف له سفر نه په داسې وخت کې راستون شو، چې بدن مبارک یې په سرو وینو لړلی ؤ، لاره کې ورته جبریل امین ودرید “یارسول اللهﷺ” ماسره څنګ ته ملایکه د غرونو واکداره ده،  هغه پرې سلام کوي “سلام دې وي د اللهﷻپه رسول، امر راته وکړه چې د طایف د طرفونو غرونه اوچت کړم او د طایف په خلکو یې راوغرځوم،

خو محبوبﷺ ورته فرمایي نااا…!!

د دوی په آینده نسل کې به داسې خلک راشي چې داسلام په دین به مشرف شي.
بلآخره د اللهﷻ  له طرفه ورته د هجرت امر وشو او مدینې منورې ته یې هجرت وکړ.

دویمه مرحله مدني زندګي:

اصحاب رضوان الله تعالی علیهم اجمعین آن په مکه معظمه کې لا لیواله ول چې د کفارو د ظلمونو جواب په توره ورکړي، خو چې د اللهﷻ  له طرفه امر نه ؤ، نو ځکه به نبي کریمﷺ منع کول
کله چې رسول الله ﷺ  مدینې منورې ته هجرت وکړ، بیا هم د کفارو له طرفه ورته تکلیفونه رسیدل بلآخره د اللهﷻ  له طرفه دجهاد امر نازل شو.

په مدینه منوره کې د رسول اللهﷺ لس کاله ژوند تیر کړ، رسول اللهﷺ په دغو لسو کالونو کې ټولې ۲۷ غزوات کړي دي.

“علی اعتبار قولین” چې په دې سلسله کې نهه دانې داسې دي چې ورکې جګړه شوې ده باقي د دښمن په تیښته یا بي جګړې پای ته رسیدلي دي، چې مشهورې او هغه غزاوې چې جګړه ورکې شوې ده دغه دي
د بدر غزا
د احد غزا
د احزاب غزا یا د خندق غزا
خیبر غزا
دحنین غزا
د تبوک غزا
د مکې فتحه

که په ټولو غزاو تفصیل وکړو لیکنه به ډیره درازه شي، یوازي د بدر د غزا په تاریخ لنډ نظر کوو،
دبدر غزا (د حق او باطل لومړی مسلح ټکر)

د بدر غزا په لسم هجري  “۶۲۴” میلادي کال د روژې د مبارکه میاشتې په ۱۷ نیټه د بدر په منطقه کی پیښه شوې.

دبدر په غزا کې د ټولو اصحابو رضوان الله تعالی علیهم اجمین شمیر ۳۱۳  تنه وو،

“علی اختلاف قولین” او دوه آسونه ۷۰ اوښان ورسره ول، بلمقابل د مشرکینو لښکر چې شمیر یې زر۱۰۰۰ تنه ته رسیده سل تنه سپاره او ۶۰۰ سوه تنه مجهز په اسلحو ول، د جګړې په پای کې فتحه د مسلمانانو په نصیب شوه اویا تنه مشرکین هلاک اویا تنه اسیران شول او له صحابو څورلس تنه شهیدان شول شپږ تنه مهاجر او اته تنه انصار.

نور یې په جزیاتو بحث نه کوو ځکه لیکنه به درازه شي.

رحلت:

محمدﷺ   په ۱۱ هجري کال د ربیع الاول د میاشتې  په ۱۲ نیټه “علی اختلاف قولین” د دوشنبې په ورځ د غرمې په وخت د هغو زهرو له لاسه چې یوې یهودۍ ښځې  د خیبر په جګړه کې ورکړي ؤ، مرض سخت شو خو د ۱۳ نه تر ۱۴ ورځو پورې   سره له دې چې تکلیف یې هم زیات ؤ،  حضورﷺ   ۱۱ ورځې امامت ادا کړ، او د مرځ په ۱۴ ورځ د ۶۳ کلو په عمر له دې  فاني  دنیا څخه  رحلت وکړ.

انالله واناالیه راجعون

پای

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د