انس حقاني

انس د کتاب او قلم سړی

نصیب ځدراڼ

د یوه شهید د شهادت دویمه ورځ ده، سپین ږیري او ځوانان فاتحې ته ناست دي، خلک جومات ته فاتحې ته راتلل، درې تنه راغلل، ږیرې یې تراشلې وي، داسې معلومیدل لکه له ښاره چې راغلي وي، نه چا دوی پیژندل نه دوی هلته ناست خلک پیژندل، یو لګیا شو ویل یې شهید خو زموږ ملګری و، نو دلته د دوی د کورنۍ به داسې څوک وي چې موږ فاتحه ورته وکړو؟

یو څو مشران هلته ناست وو، هغوی ورته ویل موږ یې خپلوان یو خو حالات ښه درته معلوم دي نو د دوی د کورنۍ سړي خو یا اکثر شهیدان شول، یا زندانیاني دي او پاتي خلک کورو ته نشي راتلی، میلمنو ورغبرګه کړه چې نه یو څوک را پیدا کړئ چې موږ فاتحه ورته وکړو. سپین ږیرو یو ماشوم ولیږو لږ ځنډ وروسته یو شل کلن ځوان چې لونګۍ یې تړلې وه راغی ټولو سره یې ستړې مشي وکړه بیا یې فاتحه واخیسته، میلمانه ورته لګیا شول د ډاکټر صیب خاطرې یې ورته بیانولې، خپل غم یې ورته ښکاره کړ بیا ورته وایي یقیناً سخت ورباندي ودردیدلو خو د الله تعالي رضا ده، ستاسې دا څلورم ورور شهید شو، د ډاډ الفاظ هم نه لرو.

ځوان ورته و ویل دا زموږ ورور و څنګه یې د کورنۍ په نسبت غم دروند ښکاري کنه د وطن داسې حالات دي چې هره ورځ لسګونه خلک شهیدانیږي، موږ له غمونو سره بلد یو، په شونډو یې مُسکا راغله وایي تاسې ته دي الله اجر درکړي چې ځانونه مو راستړي کړل.

نوي میلمانه حیران ورته ګوري او زه دوی څارم لکه د حال په ژبه چې وایي چې دا عمر ګوره، د څلورم ورور شهادت ګوره او مورال او زړورتیا یې ګوره میلمنو سره تر یوه ځایه لاړ رخصت یې کړل او بیرته راغی یو بل ملګری چې میرویس نومیدو ورته وایي زه په غمجن وخت کې راغلم کاش اوس نه وی راغلی، دی ورته وایي چې غم هغه یوه ورځ و چې جنازه یې وه نور به یې نه یادوو.

دا ځوان د مولوي جلال الدین حقاني تر ټولو کشر زوی انس و چې د خپل څلورم ورور په شهادت یې له خلکو سره فاتحه کې خبرې کولې، ما له نږدي څارلی، په ډیر کم عمر کې یې د درسونو، ادبیاتو خصوصاً د شاعرۍ شوق درلود، له وطني جامو خصوصاً د لونګۍ شوقي و او خپلو همزولو کې به داسې ښکاریدو لکه تر دوی چې شل کاله مشر وي.

د انس چې په کوم طرف شوق و لکه قدرت چې نه وي خوښه چې زر هغه ځای ته ورسیږي، په کم عمر کې یې درانه غمونه ولیدل، د خپل مشر ورور محمد سره یې یوه سپین ږیري خپلوان په جنازه کې ولیدل دواړه جلا موټرو کې کور ته راتلل، په محمد په لاره کې بمبار وشو دی له نیمایي لارې نه ور وګرځیدو،کیسه یې کوله چې سوځیدلی موټر، خولۍ او وینې یې پاتي وې او محمد نه و، بل مشر ورور بدر الدین په سفر روان و، یو موټر بل هم ورسره وو، په ټولو بمبار وشو، خلکو ویل چې انس چې را رسیدو، موږ اول وررسیدلي وو، ویل یې دا څوک و او وارک (بدرالدین)څه شو؟ ټول غلي و یوه اشاره ورته وکړه چې وارک په دي موټر کې و، د بدرالدین یوازې د څادر ټوټې پرتې وې او موټر ټول سوځیدلی و، انس مخې ته څادر ونیو او په ژړا شو.

د پلار کشر اولاد اکثر نازولی وی، او بیا یو ځانکړی شوق هم لری، انس د داسې کورنۍ غړی دی چې خوشحالۍ خو ترې پاتي وي غمونه یې هم ونشو نمانځلی، انس یوه لیکنه کړي وه چې د نورو ځوانانو غوندي زموږ هم زړه کیږي چې لوبغالي کې لوبه وکړو، په جمع د جمعې او اختر لمنځونه وکړو خو دا هیڅ نشو کولی. انسان خواهشات لري، بیا په ځوانۍ کې دغه رنګ ژوند تیرول یقیناً سخته خبر ده.

له قطر نه تر زندان پوري کیسه یې هر چاته معلومه ده، خو دغه خبر په هر چا جلا تاثیر وکړ تر دي به هم راتیر شم، یو ځل یې له زندانه چا عکسونه رالیږلي وو، نو یوازې له سترګو پیژندل کیدو چې انس دی، د مخ هډوکي یې ښکاریدل، لاس یې په بل چا اړولی و، او د لاس هډوکي یې له ورایه ښکاریدل، د عکس لیدل یې داسې و لکه دویم ځل یې له بندي کیدو خبر شم، راخلاصیدو نه څو میاشتې مخکې مو رابطه جوړه شوه یوازې یې د لیکوالو، شاعرانو او نویو کتابونو پوښتنه کوله، یوه ورځ یې ویل چې د الفاظو باران راباندي وي کاش قلم کتابچه یا کمپیوټر راسره وی،یو عسکر سره یې شناخت پیدا شوی و،ویل یې اول به عسکر لکه څنګه چې دوی نړۍ ته معارفي شوي داسې رانه ډاریدو، خو لګ وخت مو چې تیر کړ راسره بلد شو او ملګری مې شو، ویل یې څه شی غواړي دا کتابونه تر غوښتي وو او هغه ورته راوړي وو، د زندان آخري وختو کې یې کتابونه او کتابچي پیدا کړي او کم وخت کې یې نظمونه او لیکنې پیل کړي، اکثر په ټولنیزو رسنیو کې نشر هم شوي، یو اصلاحي کتاب یې لیکلی و ممکن چې ورته فارغ شي چاپ یې کړي.

یوه ورځ یې یوه لیکوال ښودلو ویل یې پلانکي کتابونه یې راته ډالۍ کړي راته راورسیدل، ما طنز ورباندي وکړ ما ویل موږ ته یې څوک نه ډالۍ کوي وایې تاسې د ډیوې لاندي تیاره جوړه ده، ستاسې پر ځای چې وی ما به اوس څومره مطالعه کړې وه، انټرنیټ شوق مو اخیستی او کتابونه درڅخه پاتي دي، ولي یې آخلئ نه؟

ویل یې د پښتو، درې او عربي بیشمیره کتابونه مې ولوستل، وایي په غم پسې خوشحالي او په شپې پسې ورځ شته، وخت به دا ثابته کړي چې انس څنګه سړی دی، پلار یې چې کله د جنګ ضرورت و په میړانه یې جنګ وکړ، چې کله یې عسکر په جنګ کې ونیول بیا یې اسلامي چلند ورسره وکړ یوه ویډیو کې وایي چې یو ظابط زموږ سخت دریځه مخالف و، مخابره کې به یې ښکنځل راته کړل خو چې کله مو ونیو، پښه یې ماته وه، خپله څو واره روغتون ته ورسره لاړم، بیا چې داخلي جنګونه شول، مرحوم حقاني صیب کله یوه کله بل ته د سولې لمن غوړوله، چا په داخلي جنګو کې یو ډز یا یو پاټک ورباندي ثابت نه کړ، حقاني صیب که جنګ وکړ خو د مصلح کردار یې هم ادا کړ، قومي مشر و او د قومي منازعو کې به یې د یوه مصلح کردار ادا کولو، خو نړۍ یې بیا دا اړخ کم ولید، مرحوم حقاني صیب د انس د دیدن په ارمان له دنیا لاړ، انس هم د دا د دیدن ارمان پوره نشو خو باوري یم چې د مذاکراتي ټیم غړی دی، اوس به د پلار هغه د سولې ارمان پوره کوي کوم چې د داخلي جنګونو په وخت نیمګړی پاتي و، اوس به دا حقاني ټولو ته د خبرو، تفاهم او ډیالوګ لمن غوړوي او د سولې اتل به جوړېږي. نړۍ ته به ښایي چې موږ دسولې خلک یو، انس د کتاب او قلم سړی دی او افغانستان اوس تر هر وخت زیات داسې سړیو ته ضرورت لري.

ګامونه یې ګړندي!

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د