ارشیف

کندز: طالبانو قرارګاه نيولې او څوارلس عسکر يې وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۸ل): طالبانو په کندز ولايت کې د دولتي عسکرو په پوسته برید کړی دی چې په نتيجه کې یې ۱۴ عسکر وژلي او نهه نور ټپيان کړي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تيره شپه د کندز ولايت امام صاحب ولسوالۍ اړوند کول ارباب خېل سيمه کې يې د دولتي ځواکونو په قرارګاه برید کړی او ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.

مجاهد وايي چې قرارګاه يې نيولې او د عسکرو د وژنې سربیره يې د بلوک قومندان الطاف هم وژلی دی.

نوموړی زياتوي چې په دې بريدونو کې يې ګڼ شمير وسلې او نظامي مهمات نيولي دي.

دولتي سرچينو د طالبانو بريدونه تائید کړي دي خو د مرګ ژوبلې په اړه يې ارقام سره په تضاد کې دي.

د کندز امنيتي سرچينو د نوم له اخيستلو پرته ويلي دي چې د طالبانو د تيرې شپې بريد کې ۱۳ عسکر وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي خو د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال فواد امان بيا وايي چې په دې بريد کې يو عسکر وژل شوی او څلور نور ټپيان دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د