افغانستان

سیاسي کارپوه وحید مژده په یوه وسلوال برید کې ووژل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۸ل): پر کابل میشتې سیاسي کارپوه او د سولې فعال وحید مژده باندي مرګونی برید شوی دی.

نوموړي ته نیژدې سرچینې وايي چې پر مژده باندي د هغه د کور سره نیژدې د دوه موټرسایکل سپرو وسلوالو له لوري برید وشو چې له امله یې هغه تر سخت ټپي کېدو وروسته روغتون ته ورسول شو او وروسته یې هلته ساه ورکړه.

د برید وروسته بریدګر د سیمې څخه تښتېدلي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د برید وروسته پر خپل ټویټر لیکلي چې وحید مژده د برید په ترڅ کې وژل شوی دی.

باید وویل شي چې د تیرو دوه میاشتو راهیسي دا دریم برید دی چې د سولې پر فعالانو باندي په کابل کې کیږي، څو ورځې وړاندي د سولې فعال حسن حقیار هم په یوه برید کې ټپي شوی وو او بریدګر یې نیول شوی وو خو وروسته د پولیسو له لوري پټ کړل شو او ادعا وشوه چې د هغه بریدګر نه دی نیول شوی. تر دې پيښې څو ورځې وړاندي پر یوه بل سیاسي کارپوه او سولې فعال نظرمحمد مطمئن د یوه وسلوال برید څخه روغ ووتی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

12 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Abdul-Rauf Alam

انالله وانا الیه راجعون، الله تعالی نه ورته روغتیا او سلامتي غواړم او د کورنی غړو ته یي صبر جمیل او اجر عظیم.د اسلام او مسلمانانو دښمنان دی پوه شي،چې په ترور او وحشت د سولی غږ نه بندیږي، خو دا به د دوی د لا رسوایي، شرمندګې او تباهی سبب شي.ان شاءالله.د الله عزوجل نه د بی غیرتو وطن پلورونکو او د هغوی د وحشی بادارانو تباهې او بربادی غواړم.

ابوالوفاء

انالله وانا الیه راجعون. مژده صاحب زما د ډېر وخت ملګری وو. د درانه او غوره شخصيت او پرستيژ څښتن وو. ډېر ښه سياسي شنونکی او تحليلګر وو. (داسي څوک نه وو چي پرون په يوه، نن په بل او سبا په بل پسي منډي وهي). الله جل جلاله دې د اسلام، هيواد او مسلمانو هیوادوالو د پلوۍ له امله شهادت او شهامت قبول کړي. تروروونکي يې هغه د واک وږي، عوام فريب، هري ټيټتيا، منجمله فحشا ته تن ورکوونکي او فحشا خپروونکي، پردو غليمانو ته په ټيټ سر انحنا او تملق کوونکي کسان دي چي د واک خپلولو او… نور لوستل »

سیدزرغون شاه آغا

انالله وانا الیه راجعون.
الله(ج) دی وبخښی. کورنی ته یی صبرجمیل او آجر عظیم غواړو.قاتلین دی الله(ج) په دارینو کی شرمنده کی.

اجمل

بهترین او خدای بښلی کس هغه دی چی پس له مرګه یی خلک په ښه صفت یاد کړی. الله د مغفرت کړی. کورنی او دوستانو ته یی له الله (ج) څخه صبر جمیل غواړم.

کابل کی اوس ژوند کول مشکله دی څوک د حکومت له لوری او ځینی هم د طالبانو او نورو مافیایی ګروپونو لخوا یرغمل کیږی او بیا وژل کیږی. یو مکمل جهالت روان دی الله د خیر پیښ کړی.

احمد

اناالله و انا الیه راجعون پاک الله ته دی شهادت قبول شه جنت دی نصیب شه دشمن دی سر نگون شه د دیموکراتانو په سنگ کی د بیان د آزادی جزا تا ته ورسیده دا نور وطن پا له دی هم نه پریزدی

ابو محمد الفاروقي

ان لله وان اليه راجعون

?????

ياسر

انالله وانا اليه راجعون:
الله (ج) د ورته جنت فردوس ورکړې او کورنۍ ته یی د الله(ج) په دربار كي صبر جميل غواړم.
له كله نه چه شاشوجاع د قدرت په فيل سپور شويدي علماء، او په دين او وطن مين ليكوالان او د دي وطن اصيل بچيان يو پر بل پسي ترور كيژي.
پلورل شوي حكمرانان او د دي وطن دوښمنان به هیڅکله هم خپلو موخو ته ونرسيژي .

نواب

دسولی اود سولی دپلویانو اصلی دشمن دامریکا اجرتی قاتل اشرف غنی گوداگی ده.
دلیلین او غلام اشرف غنی نظریی :هدف ته زان رسول دی ولو که دهری لاری نه وی،ولو که دخپلی خور،لور اومور په عرضه کولو وی.داشرف غنی دظلم مثال به تاریخ پیش نکری.

نواب

مسلمان پشتون زیات په نخه کیژی.را اوچت شی کنه ورکیژی او مره کیژی.

A saeed

اناالله وان اليه راجععون
له مهربان رب سخه جنت الفردوس ورته غوارم
جرم ي دا وه سي تل به ي حقه خبره كوه له
دا اشغالكر او بي وجدانه مزدوران ي زغم نه لري
دير بي غيرته خلك دي
دوي شهيد كري ده
الله ج
دي حساب ورسره وكري
امين

فدامحمد نومير

انا لله و انا اليه راجعون ط اولاً د شهيد وحيدالله مژد دکورنۍ غړو ، دوستانو، اشنايانو او دلاري ملګرو ته د زړه صبر او سکون دالله سبحان وتعالی څخه غواړم . شهيد وحيدالله مژده ته د الله جل جلاله څخه د جنت فردوس استدعا کوم . رحمن او رحيم الله رب العالمين دي يي د بدر او احد د شهيدانو مجلسي وګرځوي. دالله عزوجل څخه غواړم چي دشهيد وحيدالله ناترسه ، ناروا ا و په زړه کافر قاتلين په دنيا او اخرت کي مختوري، رسوا او شرمنده ولري. وحيدالله مژده خو دمرګ لايق نه وو، هغه افغان وطن او… نور لوستل »

عبدالهادى دولت زۍ

انالله وانااليه رآجعون.پاک الله ج څخه ورته فردوس جنت او کورنۍ او دوستانو ته يي جميل صبر غواړم.په دين او وطن مين او د باطل پر ضد دحق په سنګر کې نه ستړۍ کيدونکۍ مبارز وه.شهادت دې مبارک شه.

Back to top button
12
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx