هغه «۸» نښې چې د زړه حملې څخه یوه میاشت وړاندې راڅرګندیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۸ل): د زړه حمله یو جدي طبي اضطراري حالت دی چې عاجلې پاملرنې ته اړتیا لري، دا هغه وخت پېښیږي کله چې زړه ته د وینې رسیدګي بنده شي، د زړه حمله د زړه عضلات له منځه وړلی شي او وګړو ته وژونکي ثابتیږي.

دلته مو مخې ته هغه «۸» نښې ږدو چې د زړه حملې څخه یوه میاشت وړاندې په انسان کې راڅرګندیږي، که پر وخت یې درملنه ترسره شي ممکن د زړه له حملې څخه وژغورل شئ:

  • ژر ستړي کېدل

له عادي حالت څخه زیات ستړي کېدل د زړه حملې رامنځته کېدو یوه ستره نښه ګڼل کیږي، یعنې تر دې اندازې زیاته ستړیا چې یو کس د خپلې بسترې سمولو او یا غسل کولو سره هم ستړی کیږي، دغه راز د ورځې په وروستیو کې یې د ستړیا کچه لا هم لوړیږي.

ویل کیږي چې په ښځو کې د نارینه و په پرتله دغه ستونزه زیاته رامنځته کیږي.

  • د خیټې دردونه

د خیټې درد یو له عامو نښو څخه ګڼل کیږي، او په ځانګړي ډول کله چې ورسره د زړه بدوالی، د پړسوب احساس او د معدې خرابوالی هم وي.

  • د سینې دردونه

د نارینه و په نسبت په سینه کې دردونه د زړه حملې یو له سترو نښو ګڼل کیږي چې هیڅکله باید له پامه ونه غورځول شي، له دغې ستونزې څخه ښځې ۳۰سلنه اغیزمنې کیږي.

دغه ستونزه ممکن دایمي او یا هم لنډمهاله وي، د لاسونو په یوه یا دواړو څنګلو کې د نارامۍ احساس کیږي (زیاتره وخت په چپه خوا څنګل کې)، دغه راز مو غاړه، اوږې، معده او ژامې نارامه یا دردونکي وي.

  • بې خوبي

د زړه حملې له نښو څخه چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې څرګندیږي، یو یې په ویده کېدلو او ویښېدلو کې ستونزې دي، کوم چې د زړه او دماغو حملې ګواښ زیاتوي، دې سره ممکن د خپګان احساس کول هم شامل وي، دغه ستونزه په ښځو کې زیاته موندل کیږي.

  • ساه لنډي

د ساه لنډۍ احساس وګړو کې د کافي هوا تنفس کول اغیزمنوي، چې د عدم توازن او د سر دردۍ لامل کیږي، دغه ستونزه په نارینه او ښځینه دواړو کې رامنځته کیږي، چې د زړه حملې څخه ۶ میاشتې وړاندې په انسان کې راڅرګندیږي.

  • ویښتان تويېدل

شونې ده د ویښتانو تویېدل د زړه حملې یوه بله نښه وي، دغه ستونزه په نارینه و کې د ۵۰ کلنۍ څخه وروسته راڅرګندیږي، دغه راز ښځې هم له دغسې خطر سره مخ کیدلا شي.

  • د زړه ټکان کې بې نظمي

زیاتره وخت د زړه په ټکان کې بې نظمي له ناڅاپي ویریدو او تشویش کولو څخه رامنځته کیږي، په ځانګړي ډول په ښځو کې چې د نارینه و په پرتله یې زړونه نرم وي، د زړه بې نظمه ټکان ممکن له یوې څخه تر ۲ دقیقو دوام وکړي، دا کولای شي په تاسو کې د سر دردۍ او سختې ستړیا لامل هم شي.

  • زیاته خوله راتلل

له عادي حالت څخه زیاته خوله راتلل د زړه حملې راڅرګندیدو ویروونکې نښه ده، دا په هر وخت یعنې شپه او ورځ کې پېښیدلای شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د