
شهید وحید مژده څوک و؟
مبارز طالب جان
شهید احمد وحید مژده په ۱۳۳۲ هجري شمسي کال کې په بغلان ولایت کې په یوه منوره کورنۍ کې زیږیدلی دی. پلار یې عبدالحکیم مژده د قلم خاوند او په ظاهر شاهي دور کې د اتحاد ملي جریدې مسؤل مدیر و.
وحید مژده لومړنۍ او ابتدایي زده کړې په بغلان او منځنۍ زده کړې په کابل کې ترسره کړي دي. د بکلوریا سند یې د کابل له حبیبیې لیسې اخیستی، وروسته د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي بریالی شوی او په ۱۳۵۵ لمریز کال کې یې له دې پوهنځي د لسانس سند تر لاسه کړی دی.
وحید مژده له پوهنتوني دور څخه له اسلامي نهضت سره وصل شو او اسلامي مطالعات یې پيل کړل، د ثور له کودتا یو کال وروسته نوموړی ایران ته مهاجر شو او هلته یې د مجاهدین په ( راه حق) جریده کې کار پیل کړ. په ۱۳۶۱ لمریز کال کې نوموړی پاکستان ته لاړ او د مجاهدینو د اووه ګوني اتحاد په سیاسي کمیټه کې یې خدمت پیل کړ.
شهید وحید مژده وروسته څه موده په شهادت ورځپاڼه کې خدمت وکړ، په دې مهال یې ګڼ شمیر حماسي او جهادي اشعار ولیکل دغه راز یې د جهاد په موضوع ګڼې مقالې ولیکلې چې په بیلابیلو جهادي نشراتو کې خپرې شوي دي.
د پياوړي قلم، رسا فکر او متدین شخصیت څښتن وحید مژده وروسته د شهید عبدالله عزام په مکتب الخدمات کې دنده پیل کړه چې د مجاهدینو او مهاجرینو لپاره یې بیلابیل خدمتونه ترسره کول. د کمونیستي حکومت له سقوط وروسته نوموړی کابل ته راغی، څه موده یې د برهان الدین رباني په حکومت کې دنده اجراء کړه او وروسته چې کابل د طالبانو لخوا ونیول شو، وحید مژده د اسلامي امارت د بهرنیو چارو په وزرات کې دنده پیل کړه چې بیا د امریکایي یرغل تر وخته یې همدې وظیفې ته ادامه ورکړه.
احمد وحید مژده د اسلامي امارت د واکمنۍ په کلونو کې یو له پياوړو او فعالو لیکوالانو څخه و چې په شریعت، هیواد، انیس، خلافت او نورو نشراتو کې یې همیشه تحلیلي او علمي مقالې خپریدلې. نوموړی له اسلامي حکومت سره فطري مینه درلوده د نړیوال استکبار په وړاندې یې د طالبانو موقف همیشه تائیداوه او په لیکنو کې یې ترې ننګه کوله.
له امریکایي یرغل وروسته احمد وحید مژده څه موده د کرزي د حکومت په ستره محکمه کې دنده ترسره کړه او وروسته یې د یوه بې طرفه تحلیلګر اومستقل قلموال په حیث آزاد ژوند پيل کړ. دغه مهال چې د بیان د آزادۍ تر نوم لاندې هیواد بهرنیو استخباراتي رسنیو اشغال کړی و، قلمونه او قلموال کرایه شوي او ضمیرونه په ډالري حق الزحمو زولانه شوي وو، ښاغلی وحید مژده یو له هغو ګوتشمیر صاحب نظرانو او قلموالو څخه و چې همیشه یې د ملت د زړه غږ رسنیز کاوه. په خپلو مستقلانه او برحقه څرګندونو سره یې د باطل اختناق طلسم ماتاوو او د هر چا ورباندې د یوه میړني او حقپال صاحبنظر تنده ماتیدله.
شهید احمد وحید مژده د خپلې حقپالنې له امله بیا بیا د کفر د ګوډاګیانو لخوا په مختلفو تورنو تورن او د نفرت په کاڼو وویشتل شو. خو دغه د خدای د لارې مخلص مبارز د اسمایي غره په څیر ثابت او محکم ولاړ و او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې یې خپلي ایماني وظیفه په متانت ترسره کړه.
شهید وحید مژده د اشغال او اشغالګرو کلک مخالف و. هغه همیشه د اشغال په پای ته رسیدلو ټینګار درلود، نوموړي د اشغال پر ضد له جهادي صف سره خپل اخلاص او همنظري هم نه پټوله. شاید همدا یې ګناه (!) وه چې بالاخره د شیطان د پيروانو لخوا په داسې حال کې وویشتل شو چې مسجد ته روان او الله تعالی ته د سجدې لګولو اراده یې درلوده.
ویاړ په همداسې متدین او متعهد ژوند او په همداسې ویاړلي شهادت. له داسې فداکارو مبارزینو سره یوازې همداسې ګلګون کفن شهادت ښه ایسي. تقبله الله تعالی
الله تعالی دې يې شهادت قبول کړي.
الله تعالې دې د شهيد کورنی، ملګرو او ارادتمندانو ته د جميل صبر توفيق ورکړي،، امين
ان شاء الله هغه وخت ډېر نږدې دی چې اجرتي قاتلان او جګړه مار ګوډاګيان د خپلو شومو، وحشي او شيطاني اعمالو په سزا ورسيژي.
الله ج دی د ټولو نورو شهیدانو سره شهادت قبول او ارمانونه تر سره کړی
وحید مژده واقعي یو ډیر تکړه لیکوال مبارز و
افغانان پخپله د سر سړي وژني
همیش یې د اشغال ضد قلمي مبارزه کړې.
او دخپل هیواد دین او ناموس دفاع کړې.
الله تعالی څخه يې کورنۍ ته صبر جمیل غواړم
الله تعالی دې دخپلو شایسته جنتونو په نعمتونو باندې ونازه وی.
انا لله و انا الیه راجعون، الله تعالی دی شهادت قبول او د کورنی غړي او دوستانو ته یي اجرونه او صبر غواړم، او دښمنانو ته یي
په دنیا او آخرت کي رسوایي او شرمندګې.
الله يرحمه ويسكنه فسيح جناته
انا لله و انا اليه راجعون. الله تعالى شهادت يى قبول كرى. رذيل نوكران رسوا او ذليل پاتى كيژى ان شآءالله، خو اسلام ژوندى دي او مسلمانان كامياب بعون الله سبحانه و تعالى. توكل على الحى الذى لا يموت.
انا لله و انا الیه راجعون، الله تعالی دی شهادت قبول او د کورنی غړي او دوستانو ته یي اجرونه او صبر غواړم، او دښمنانو ته یي
په دنیا او آخرت کي رسوایي او شرمندګې
موږټول دالله یواوالله ته واپس کیدونکی یو،الله په قرآنکریم کی فرمایی:ټول نفسونه(ژو ندی )څکونکی دمرګ دی موږټول په خیراوشرآزمویو بیرته به موږته راوګرزی،اوبیا فرمایی:شهیدته مړمه وایاست هغه ژوندۍ دۍ خوتاسی نه پوهیږۍ الله دی ماته دغسی دحق پرویلودملحدینوله خواشهادت راکی بدبختان هغه دی چه حق نه وینی ،الله دوی کاڼه،ړانده اوګونګیان بیعقله معرفی کړی دی دوی ټرمپ ته پناه وروړی ده دوی حق ویونکی خپل دښمنان بولی دافغان ملت له کفارودخلاصیدوطرفداران دوی چیری زغملای سی موټرسایکل سواریان ورک ندی اشرفغنی،کرزۍ اوعبدالله دی،دوی ددنیایی لذت يه نشه کی غرق دی دوی کله دمظلوموافغانانودیبیمانو،کونډواووږوغم اخستی دی.الله دی دشهیدانوسردارجوړکی وخپلوانوته دی الله صبرجمیل… نور لوستل »