د عمر په لحاظ تاسې څو ساعته خوب ته اړتیا لرئ؟

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۸ل): تاسې به ډیر ځلې اوریدلي وي چې ښه خوب له تاسې څخه ۸ ساعتونه وخت غواړي، په هر صورت، خو د خوب ملي بنسټ د یوې څیړنې له مخې چې په کې ۱۸ پوهانو د بېلا بېلو څانګو څخه برخه اخیستې وه، ویل شوي چې دغه شمېره اړینه نه ده په هر چا تطبیق شي، ځکه هر کس د خپل عمر په لحاظ د خوب ساعتونو ته اړتیا لري.

یادو پوهانو د څیړنې ترسره کولو لپاره د اسانتیا تخنیک وکاروه تر څو د خوب مناسب ساعتونو شمېر د عمر په لحاظ په سمه توګه وړاندې کړي.

د عمر په لحاظ مو د ساعتونو لاندې شمیرې خوب ته اړتیا لري:

  • هغه ماشوم چې له صفر څخه تر ۳ میاشتو عمر لري باید په شپه او ورځ کې له ۱۴ څخه تر ۱۷ ساعتونو خوب وکړي.
  • هغه ماشوم چې عمر یې د ۴ او ۱۱ میاشتو ترمنځ وي باید له ۱۲ تر ۱۵ ساعتونو خوب وکړي.
  • هغه ماشومان چې د یو کلنۍ او دوه کلنۍ ترمنځ وي د ۱۱ نه تر ۱۴ ساعتونو خوب ته اړتیا لري.
  • هغه ماشومان چې د ۳ څخه تر ۵ کلنۍ پورې وي، هره ورځ ۱۳ ساعتونه خوب ته اړتیا لري.
  • هغه ماشومان چې عمرونه یې له ۶ کلنۍ څخه تر ۱۳ کلنۍ پورې وي د ورځې او شپې په اوږدو کې ۱۱ ساعتونو خوب ته اړتیا لري.
  • هغه تنکي ځوانان چې عمرونه یې د ۱۴ او ۱۷ کلونو ترمنځ وي هره ورځ له ۸ څخه تر لسو ساعتونو خوب ته اړتیا لري.
  • هغه بالغ ځوانان چې عمرونه یې د ۱۸ کلنۍ او ۲۵ کلنۍ ترمنځ وي په شپه او ورځ کې له ۷ څخه تر ۹ ساعتونو خوب ته اړتیا لري.
  • هغه وګړي چې د ۲۶ او ۶۴ کلونو ترمنځ په عمر وي هم له ۷ څخه تر ۹ ساعتونو خوب ته اړتیا لري.
  • هغه وګړي چې ۶۵ کلن یا له دې پورته وي په شپه او ورځ کې له ۷ څخه ۸ ساعتونو خوب ته اړتیا لري.

ګڼ شمېر څیړنې په یوه خوله دي چې د غرمې له ۱۵ څخه تر ۳۰ دقیقو قیلوله کول د غوره روغتیا لپاره اړین دی، خو دغه شمېره خوب باید له یادو شمېرو څخه وګڼل شي، که چیرې ۸ ساعتونو خوب ته اړتیا لرئ، نو ۷:۳۰ د شپې او نیم ساعت د غرمې پرمهال قیلوله وکړئ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د