muzhda maraka4-21-2014
وحید مژده

اجرائیه ریاست: د وحید مژده قاتلین د افغانستان د سولې او ثبات دښمنان دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت اجرائیه ریاست وایي، د لیکوال او سیاسي شنونکي «وحید مژده» د ترور عاملین د افغانستان د سولې، ثبات او ارامي دښمنان دي.

له اجرائیه ریاست څخه د مژده د مرګ په تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې نوموړی ته د برجسته سیاسي فعال او شنونکي خطاب شوی، په نوموړي شوی برید «ترهګریز برید» یاد شوی او د ترور عاملین یې د افغانستان د سولې او ثبات دښمنان نومول شوي.

په خبرپاڼه کې د وحید مژده مرګ افغانستان یو ستر علمي او سیاسي ظرفیت له لاسه ورکول یاد شوي او تر څنګ یې په امنیتي ځواکونو غږ شوی، چې ددې ډول پېښو عاملین ونیسي او په سزاء یې ورسوي.

وحید مژده افغان سیاسي فعال او د چارو شنونکی وو، چې نن ورځ ماښام مهال له خپل کور سره نږدې د ناڅرګندو وسلوالو له لوري په ډزو ووژل شو.

که څه هم د وحید مژده مرګ نامعلومو وسلوالو ته منسوبېږي؛ خو د نوموړي د کورنۍ غړي او ګاونډیان بیا د مژده سیاسي نظریات دده د مرګ لامل بولي او پړه یې حکومت ته ورله غاړې کوي.

یاده دې وي، چې وحید مژده یوازېنی سیاسي فعال نه دی، چې وژل کېږي، تر نوموړي وړاندې هم د حکومت تر زنه لاندې د «حسن حقیار» «نظرمحمد مطمئن» ، «خیرالله شینواري» ، «فیض محمد ځلاند» او نورو سیاسي فعالینو  د ترور هڅې شوې وې.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابو محمد الفاروقي
میلمه
ابو محمد الفاروقي

د انس حقاني فه خلاصون باندي زيات خوشحال وم
لكن سياسي نابغه مو

د ظالمانو فه لاس فه شهادت ورسيدلو
دير زيات في خفه يم 😭😭😭
الله ج د جنت الفردوس الاعلى نصيب كري

masoom afghan
میلمه
masoom afghan

هجړایه ریاست ته وحید مژده داسې و لکه امریکه ته شیخ صاب……پخپله دا کار دوۍ کړﺉ بیا دهیوادوالو پر مخ خاورې ورشیندل دا کوم هندي سریال خو نده

اختر محمد
میلمه
اختر محمد

دا د شورای نظار او اجراییه ریاست کاردی الله دی دوی تبا کړی او دمژده صیب شهادت دی الله قبول اومقبول کړی

Abdulmajid
میلمه
Abdulmajid

دمژده صاحب شهادت سرگنده کله چی تش پنامه بیان آزادی نعری بی زایه دی.