دیر:دنامالووسلوالو برید پاکستاني عسکروته مرګ ژوبله واړوله

pakistani_army(نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۰۲) دیر: دخیبرپښتونخوا ایالت اړونده سیمه برد یرکي دپاکستان او افغانستان پرپوله باندی تیره شپه ددرو بجو به وخت نامالومو وسلوالو دپاکستاني عسکرو مرکزونه ترسخت برید لاندی راوستو، له سیمه څخه دپاکستاني عسکرو ویاند خبر ورکړی دي چي وسلوال دپولي له پوري غاړي کونړ ولایت څخه راوښتي وو.

دبرید له امله تراوسه پوري د ۲۵ پاکستاني عسکرو دوژلو خبرورکول شوی دي، دجګړي له لیکي څخه یو فوځي قومندان بریګډیر ندیم میرزا وویل بریدکونکي دافغانستان له کنړ ولایت څخه راغلی او ۲۰ کیلومټره دپاکستان به خاوره کي دننه یی دپاکستاني عسکرو مرکزونه په نښه کړ، نښتي ترډیروخته پوري دوام درلود، دجګړي په وخت وسلوالو له درنو وسلو څخه کاراخیستي، دعسکرومرکزونه یی دراکټو، لاسي بمونو او کلاشنکوفو په واسطه تربرید لاندي راوستل، نوموړي زیاته کړه برید کونکو دعسکرو له مرکزونو څخه علاوه ځیني کورونه هم په خپله ولکه کي راوستول، سیمي ته دهوایی ځواک دکمک غوښتنه شوی ده، تراوسه پوري دعسکرو له نورو مرکزونو څخه پرهغوسیمو باندي چي دوسلوالو په ولکه کي درني ډزی پیل شوی دي ترڅو وسلوال دی ته اړباسي چی سیمه خوشي کړی.

نن ټکی اسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د