
د دلیل او منطق یو بل ستوری هم و نړېد
پوهاند اسماعیل یون
په افغانستان کې د جګړې په څلوېښت کې ناورین کې وحید مژده د هغو لیکوالو او مبصرینو له جملې څخه و ، چې هم یې فکر درلود او هم یې استقامت . په دې بهیر کې پر ده ډېر فشارونه راغلل ، خو ده خپل هوډ باینلود، هغه د مادیاتو پر وړاندې هم خپل ضمیر کمزوری نه کړ او د تصنعي ولسواکۍ په چاپېریال کې یې د غوړېدلیو پخوانیو جهادي جنګسالارانو پر وړاندې هم خپله قلمي مبارزه تر سره کړه. هغه د طالبانو په حاکمیت کې حکومتي دنده درلودله ،خو د هغوی د نظام تر سقوط وروسته یې هېڅکله هم لکه د ځینو نورو په شان هغو پسې د غیبت خوله خلاصه نه کړه؛ خپل فکري استقامت یې وساته.هغه د پاخه قلم ،درانه شخصیت او ژور نظر خاوند و.په پوره منطق یې د مقابل لوري خبرې اورېدلې او ځوابولې.نن چې ظالمانو هغه شهید کړ ، دا ددې مانا ور کوي چې لا هم دلته د استدلال په مقابل کې د توپک ژبه واکمنه ده. مژده یو اسلامپال او انساندوست افغان و.ډېر کلونه به تېر شي ، خو دا وطن به د مژده غوندې لیکوال په خپله لمن کې و نه غوړوي.
نږدې شپږ میاشتې کېدې چې مژده صاحب مې زړه کې ګرځېده، شپږم حس مې راته یو ډول وسوسه پیدا کړې وه، ما ویل مژده صاحب به ژوندون تلویزیون کې مېلمه کړم، یوه اوږده مرکه به ورسره وکړو، پر ژوند باور نه شته،د مژده صیب نږدې دوست ؛ صدیقي صیب وویل چې زه یې ضرور راولم،تلوېزیون کې به شورا هم وخورو ،ګپ به هم ولګوو او مرکه به وکړو،، خو د ګڼو مصروفیتونو له وجې تر نن ماښامه دا مرکه و نه شوه. کله چې ماښام نا وخته کور ته راغلم ،پر مژده صیب له شوي بریده خبر شوم، ژر مې صدیقي صیب ته زنګ وواهه، ما ویل د مژده صیب احوال راکړه، هغه وویل نه یم خبر،ژر احوال در کوم،څو دقیقې وروسته یې په ژړغوني غږ په ټلېفون کې وویل : مژده صیب مژده صیب ش ش شهید…..نور نو ټلیفون ګل شو.
مژده صیب لاړ ،بیا نه را ګرځي ،قلم شهید ، کتاب یتیم او یادښتونه په وینو رنګ پاتې شول.
ای وحیده ، ای شهیده ، ای ددې وطن د ارمانونو مژده! ته خو لاړې ته خو لاړې ، اوس اصلي مقام ته ورسېدې ،دلته خو دې ډېرې چغې ووهلې ،خو هېچا دې غږ وانورېد.د خدای ج مخلوق ډېر په تنګ کړې ، تر پایه دې قانع نه کړل،خو ګوره هلته چې د لوی خالق مخه کې ودرېدې ، ټول حقایق ؛ ویلي او ناویلي ورته په زېر او زور بیان کړه:
شهیدو تاسو نه که هلته چا پوښتنه وکړه !
ورته به وایې چې وطن کې بهېدلې او ښکې
تا خو دلته هر وخت سپینې سپينې ویلې،لوی رب ته ووایه چې هلته په وطن کې له تا منکر او پر تا مین ټول زموږ د ماشومانو پر ستنو چړې را کاږي ،هغوی چې ستا د دوښمنۍ توغ یې پورته کړی ، له هغوی خو ګیله نه لرو ،خو هغوی چې ستا په استازۍ جنګېږي د هغو د تهمت او ظلم توره تر ټولو تېره ده.
ای د وطن د ارمانونو مستدلل شهیده ، خپل رب ته هر څه ووایه ، د ټول وطن د سویو اسوېلو پیغام ورته ورسوه ، او له هغه ځایه موږ ته د سوکالۍ او تسکین یو مژده او یو زېری را ولېږه، ای وحیده ،ای مژده او ای شهیده…
الله يرحمه ويسكنه فسيح جناته ويلهم أهله الصبر والسلوان وان لله وان اليه راجعون
يون صيب تا به د يوه ډمپال پروګرام وخت مژده صاحب ته ورکړی وو. يوه ورځ مونږ او تاسو هم له منځه تلونکي يو نو ښه به دا وي چې پاته ژوند يو فرصت وګڼو،،،، تاسو ته ښايي چې د دوه مخی پر ځای د بشپړ هدايت لاره خپله کړې د فساد د خورولو ټلويزيوني پروګرامونه مو صفر ته راټيټ او پر ځای يې اصلاحي ديني، ملي، علمي، څېړنيزو، کلتوري او تاريخي او بالاخره سوله ايزو خپرونو ته مخ واړوی. دا نصيحت هاغه بل د ګور په غاړه سورمخي سپين ږيري ته هم کوم تر څو د شمشاد په ډمپالو… نور لوستل »
انا لله و انا اليه راجعون، اللهم اجرنا فى مصيبتنا و ارزقنا خيرا منه.
دير خفه يم، خو نه اسلام مرى او نه اصيله افغانان ختميژي ان شآءالله.
ما ته اصلى عامل، د كابل مزدور حكومت او د هغه باداران دي. بى له هيس شكه.
الله منتقم دي، توكل عليه.
حق ویل ډېر ګران کار دی. حق مؤقتاً پټېدونکی دی خو ورکېدونکی نه دی. حق ته تسلمېده هم آسانه کار نه دی او د الله سبحانه و تعالی فضل او کرم او عنایت به وی چی یو څوک حق ته تسلیمېږی البته ځینی وخت کومه تلبیسی او نفسانی القاء ددې سبب سی چی یو څوک ځان د حق او حقیقت پر رئېل روان ووینی چی دا ډېره خطرناکه مفکوره ده. د شوروی د یرغل په وړاندی د فقید مژده قلمی او فکری مبارزه د سختی ستائنی وړ وه چی هیله ده د اجر څخه ئې بې برخی نه سی. امّا… نور لوستل »
محترم غلام حضرت صاحب ! زما د تجربې له مخي دغسي کسان چي دغسي جرئت ولري سته، خو د ډېرو بد ځني راغلي دي، هر يوه له خپلو عينکو ورته کتلي دي، تخريب کړي يې دي، نه داچي له ځانونو يې ليري کړي دي، بلکي هغو يې هم د ګوښو ته پوري وهلو کوښښونه کړي دي، منفي تبليغات يې پسي کړي دي، کار او هلي ځلي يې خلکو ته بې ارزښته ايسول سوي دي، په لطايف الحيل بد او نامطلوب کسان ښوول سوي دي. د دغو عناصرو پلويانو او اربکيانو سپک کړي او ښکنځلي دي او بالاخر له صحنې څخه… نور لوستل »
محترم همت صاحب السلام عليکم ورحمته الله و برکاته
الله تعالی دی پر ايمان ، عمر او لوړ همت برکت درکړی چی د قرانکريم تفسير په احسنه توګه پايته ورسوی .
زمونږ د خالق څخه هيڅ کومه نيکی نه پټيږی که هغه ډيره کوچنی او د ډبری په مينځ کی هم وی او يا په آسمانوکی .
سرخرويه او سرفرازه اوسی .
گران ورور جميل صاحب السلام علِکم ورحمة الله وبرکاته وبعد: بالکل دغسي ده، الله دي اجر در کړي. د الله د دين او مخلوق د خدمت، هغه سبحانه ته د بلني او دعوت لاري خورا ډېري دي. که په کومه برخه کي ځنډ او خنډ راځي په نورو برخو کي بايد کار او زيار په لاره واچول سي. زموږ موخه خو الحمد لله د خدای د دين او مخلوق خدمت دی. او په دې ساحه کي د کار اورشو خورا پراخه ده. بله خبره داده چي زه په خپله له لوی څښتن سبحانه پرته له بل هيچا څخه د هيڅ… نور لوستل »
يون صاحب پدې خو خوشحاله يو چې د سياسي موسم له بدلېدو سره ستا په وينا او موقف کې هم دينپالنې خواته يو څه تمايل ليدل کېږي الله دې وکړي چې فکر دې هم له ډمپالنې او نشنلزم پالنې د دينپالنې خواته راوګرځي. خو د الله تعالی په اړه د اسلامي عقيدې يوې مسألې ته دې پام رااړووم او هغه دا چې د الله تعالی علم او قدرت په هر ځای شته هر څه پخپله ويني او اوري او هغه علی کل شیء شهيد دی. هغه جل جلاله دېته ضروت نه لري چې مژده صاحب ورته ددې دنيا د خلکو… نور لوستل »
د حضرت غلامه، ته په مکاری سره داسی تبصره کوی، تر څو خپل اسلامې او انسانې ضد څیره پټه کړی، خو دا امکان نلری، په هغه میدان کې چې د کفر او اسلام ټاکونکی معرکه روان وي، نو د دوست او دښمن څیري له ورایه ښکارې .هیله ده چې شهیدانو، کرامو طالبانو، چې خپل ټول وجود یي د دین، وطن او زمونږ د ناموس په وجه قربان کړې او کوی یي او صادقو مسلمانانو پوری بد او رد ونه لیکی، دا به ستا دنیوی او اخروی ګټه وي.
الله تعالی دی د شهيد مژده شهادت قبول او جنت الفردوس يی ځای کړی ، و پاته سويو ته دی صبر جميل او اجر عظيم ور په برخه کړی . امين يارب العالمين . هغه مجاهدين چی د الله تعالی په لاره کی جنګيږی او خپل نفس او مال د هغه تر مبارکی کليمی او تر آزادی قربانوی ، نه پوهيږم چی يون صاحب ته يی ولی د ظلم او تهمت توره تر ظالمو اشغالګرو کفارو او د هغو د ظالمو غلامانو تر توری د کوچنيانو پر ستونی تيره ښکاری .؟ که يون صاحب پدی پوهيدلای چی پر الله تعالی… نور لوستل »
محترم او دروند ورور همت صاحب! سلام علیکم. کومه ورځ می د ګران استاد محمد معصوم هوتک څخه ستاسی په هکله وپوښتل، هغوی ستاسی د لیاقت او اهلیت د توصیف په ترڅ کی را ته مختصر معلومات راکړ . د تجارت مسلک د علم د کَسب او لاسته راوړلو غوندی یو نېک او صالح عمل ګڼل سوی دی همدارنګه د غره په لمنه کی استوګنه د اولیاوو خاصه ده. دا چه تاسی هم د تجارت دنده تر سره کړېده او هم د غره په لمنه کی اوسی او هم د قرآنی علم سره اُنس لری، ستاسی د نېکمرغه فرجام نښه… نور لوستل »
معزز ورور غلام حضرت صاحب!
وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته!
د ښو او ښکلو څرګندونو څخه مو يوه نړۍ مننه، د استاد هوتک يادونه مو کړې، هغه زموږ ټولو يوه لويه علمي هستي ده الله دې تر ډېره ژوندی لري. نور به لوی څښتن سبحانه ته دعا کوو چي هر څه ژر ، په خير او عافيت زموږ له سپېڅلي اسلامي خاوري د غليم نیواک طرد او پای ته ورسيږي او زموږ مظلوم ولس د هوسايۍ او خپلواکي سا واخلي. والسلام
د مژده صاحب د شهادت به اړه د یون صاحب غبرګون د مننی او ستاینی وړ دی : ځینی ورونه د یون صاحب په تلویزون ، ایزم او یا د هغه په دی خبرو غبرګون ښودلی چه الله ج ته دا ووایه او دا ووایه، دا معنی چه الله ج له مرګه د مخه نشته یواځی اخرت کی شتون لری خبر نه دی مژده صاحب ته یی یادوی چه دا او دا ورته ووایه. په دی اړه زما ارزونه : فکر نه کوم چه یون صاحب په دی نیت ویلی وی چه خدای دلته نشته. دا ډول یادونی ناسمه مګر… نور لوستل »