د سياسي چارو کارپوهان: د وحيد مژده قاتلان د سولې معلوم د ښمنان دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ لړم، ۱۳۹۸ل):د سياسي چارو شناند او کارپوه وحيد مژده تېر ورځ پنځه بجې د ماښام له لمانځه وروسته له جوماته کور ته پر لاره وو، چې دوو موټرسايکل سپرو پرې ډزې وکړې، نوموړی يې سخت ټپي کړ او وروسته يې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

مرحوم مژده د کابل په دالارمان سيمه کې د روسيې سفارت او ملي امنيت رياست دفتر ته څېرمه تر ټولو خوندي سيمه کې د پوليسو او امنيتي ځواکونو پوستو ته نږدې په داسې حال کې ووژل شو، چې قاتلين په تېښه بريالي شوي دي.

مرحوم مژده په افغان او نړيوالو رسنيو کې د افغانستان د چارو رښتينی شنونکی پيژندل شوی و، په خپلو ليکنو او نظرونو کې يې د امريکايي اشغال مخالفت کاو او له امريکا سره د امنيتي تړون تر ټولو سر سخت مخالف و.

حکومتي کړيو هغه له طالبانو سره په اړيکو تورناو او يو ځل يې د هغه ټيليفوني اړيکه هم ثبت او رسنيو ته خپره کړې وه، خو وحيد مژده د حکومت دا کړنه د هغه په شخصي چارو کې مداخله او له قانونه سرغړونه بللې وه.

ښاغلي مژده ويلي و، د خپلو معلوماتو او حقايقو موندلو لپاره له طالبانو سره اړيکې لري او له دې انکار نه کوي، خو په وينا يې دا ډول اړيکې جرم نه دی.

د چارو څارونکي وايي، وحيد مژده د افغانستان روانې جګړې او طالبانو په اړه داسې معلومات او تحلیل وړاندې کاوه، چې له ځمکينو حقايقو سره به برابر او کره و، خو د حکومت له خواهشاتو او ميلان سره به په ټکر کې و.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي ويلي، ښاغلي مژده د ماښام له لمانځه وروسته خپل کور ته روان و، چې ناپيژاندو بريدګرو پرې ډزې وکړې، هغه يې ووژاه او زياته کړې يې ده، چې په دې اړه پلټنې روانې دي.

د سياسي چارو کارپوهان او د ټولنيزو شبکو ډېری فعالانو ويلي، چې د وحيد مژده قاتلين معلوم دي او هغه کړۍ دي، چې د سولې مخالفت کوي.

د کابل پوهنتون استاد او د سياسي چارو کارپوه اسد وحيدي په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي: « د شهيد مژده نامعلوم قاتلين موږ ته معلوم دي. موږ ته يې پخوا ويلي چې يا غلي شئ او يا وطن پرېږدئ. خو موږ ولاړ يو، زموږ ملګري به ولاړ وي، زموږ اولادونه او نسلونه نسلونه به همداسې ولاړ وي!»

د چارو بل کارپوه او د کابل پوهنتون ډاکټر فيض محمد ځلاند هم په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، د وحيد مژده قاتلين د سولې معلوم دښمنان دي.

هغه وايي: «مژده صیب کابل کې د سولې معلومو دښمنانو شهید کړی، دا ډله غواړي پدې توګه د افغان مظلوم ولس غږ خاموشه کړي، جګړه وغځوي او خپلو بادارانو ته چوپړ وکړي.

دوی ته باید وویلی شي چې کمونیستانو دا چاره ترسره کړه، تاریخ یې ولولئ او حال یې وګورئ چې څه ورسره وشول.»

د سولې فعال خیرالله شينواري هم ويلي، چې د وحيد مژده قاتلين نامعلوم نه دي، معلوم دي او د سولې دښمنان دي.

له تېرو څه مودې راهيسې په کابل ښار کې د سولې پر پلويانو او سياسي چارو کارپوهانو بریدونه زيات شوي دي.

تېر کال خیرالله شينورای په يوه برید کې ټپي شوی و، ورپسې په اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفير او د سولې فعال ملا عبدالسلام ضعيف پر کور وسله وال بريد کې د هغه ساتونکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، بيا ډاکټر فیض ځلاند او ورپسې انجينر نظر محمد مطمئن له وسله وال بريده خوندي ووتل، تر دې وروسته د سولې فعال او چارو کارپوه قاضي حسن حقيار د اريانا تلويزون مخته په يوه برید کې ټپي شو او بالاخره تېره شپه وحيد مژده هم تېره شپه د روسيې سفارت او د ملي امنيت رياست ته څېرمه د کابل ښار په دارالامان خوندي سيمه کې ووژل شو.

د چارو څارونکي وايي، د دې ډول بریدونو تر شا د حکومتي کړيو لاس دی او نه غواړي، چې د سولې په اړه د خلکو رښتينی غږ تر ولس پورې ورسيږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

غلامی اداری ته د حکومت نوم یادول د حکومت نوم ته توهین دی . ښکاره خبره ده چه د کابل غلامه اداره او لا د کابل باداران ( اشغلګر ) د مژده صاحب قاتلان دی مطمن صاحب، ځلاند صاحب، حقیار صاحب ، شینواری صاحب ، ضعیف صاحب او داسی نورو باندی بریدونه شوی د نورو د مرګ نیته نه وه او د مژده صاحب وخت او د مرګ نیټه رارسیدلی وه. په شهادت ورسید الله ج دی شهادت قبول کړی او مونږ ټولو ته دی د دوی په شان وړتیا او پیاوړتیا راکړی . به هر صورت، دغه ورونه باید… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

الله د وبښه ملګریه. زما به ستا مقالی او لیکنی هیری نشی چی د شهادت په ورځپاڼه کیدی د جهاد په وخت کی خپرولې. ټول درباندی خپه یوو.