طالبان: د وحید مژده مرګ د افغانستان د فرهنګي او سیاسي ډګر لپاره ستره ضایعه ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ لړم، ۱۳۹۸ل): د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» د یوې اعلامیې له لارې د هیواد د سیاسي فعال او شنونکي «وحید مژده» وژل کېدل په سختو ټکو غندلي او ټینګار یې کړی، چې نوموړی د اسلامي مفکورې درلودلو له امله وژل شوی.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې، له کمونستانو سره د مژده د جهاد او بیا د اسلامي امارت په مهال د نوموړي د خدمتونو یادونه شوې او تر څنګ یې د نوموړي مرګ د افغانستان د سیاسي او فرهنګي ډګر لپاره ستره ضایعه بلل شوې.

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي «د ده په شهادت سره هیواد له یوې با استعداده هستۍ څخه بې برخې شو، خو په عین حال کې د بیان د آزادۍ تر دروغجن شعار لاندې د هغو منحوسو څيرو زغم او حقیقت هم څرګند شو چې په دا وروستیو کې يې د هیواد یو شمیر علمي کدرونه، څيړونکي او سیاسي فعالین د مثبت، اسلامي او ملي نظر درلودلو په جرم تر هدف لاندې را وستي او دغه راز وژنې کوي.»

په پای کې طالبانو د نوموړي له کورنۍ، همفکرو او خپلوانو سره غمشریکي ښودلې او ټینګار یې کړی، چې مژده د اسلامي نظریې د درلودلو په جرم وژل شوی.

وحید احمد مژده د هیواد سیاسي فعال، لیکوال او د چارو شنونکی وو، چې تېر ماښام په کابل ښار کې له خپل کور سره نږدې په داسې حال کې د نامعلومو وسلوالو له لوري ووژل شو، چې د ماښام له لمانځه وروسته کور ته د تګ په حال کې وو.

که څه هم د وحید مژده مرګ نامعلومو وسلوالو ته منسوبېږي؛ خو د نوموړي د کورنۍ غړي او ګاونډیان بیا د مژده سیاسي نظریات دده د مرګ لامل بولي او پړه یې حکومت ته ورله غاړې کوي.

یاده دې وي، چې وحید مژده یوازېنی سیاسي فعال نه دی، چې وژل کېږي، تر نوموړي وړاندې هم د حکومت تر زنه لاندې د «حسن حقیار» «نظرمحمد مطمئن» ، «خیرالله شینواري» ، «فیض محمد ځلاند» او نورو سیاسي فعالینو  د ترور هڅې شوې وې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نهضت الله
میلمه
نهضت الله

د وحید مژده مړینه: د نوموړی په مړینه په حکومت د خلکو بې باوری نوره هم لازیاته شوه. ځکه چې اوس له همدی څرګنده شوه، چې په هیواد کې د بیان د ازادی په عنوان سیاسون هدف ګرځول کیږی. او ان تر مرګ پوری رسیږی، د نومړی په مقالو کې هیڅ کله داسی څه نه په سترګو کیدل، چې د دولت او حکومت ضد شعار پورته کړی وي. صرف او صرف د هیواد په ورستی حالت زوریده او د راتلونکې سولې غوښتونکې وه