نظــر

داعش چا مات کړل؟

رحمت الله نړیوال

دؤې اونۍ مخکې یؤ ځای ناست وم،هلته یؤه کس د ننګرهار له یؤه ولسوال سره اړیکه ونیوه،نوموړي ولسوال د خبرو په ترڅ کې وویل: پرون مې له پیر آغا صیب سره اړیکه ونیوله،هغوی را ته ویل: نن مې ۴۵ مه ورځ ده چې د داعش په تعقیب پسې په پښو روان يم.

نور تاسي فکر وکړئ،چې یؤ څوک په غرونو او ځنګلونو کې ۴۵ ورځې پرلپسې مزل کوي،د هغه ستړیا به څه حال وي؟ د هغه خوراک و څښاک به څنګه وي؟ حال دا چې دا هم ویل کېده چې هلته خوراکي توکي هم نه موندل کېده، طالبانو ته به ډوډۍ د څو ورځو وروسته رسېدله.

داعش همدې ستړیاوو او قربانیو مات کړل،داعش همدې لوږو تندو مات کړل،داعش د همدې خلکو د شهیدانو پاکو وینو مات کړل،خو له بلې خؤا بیا سړی حق پک حیران سي،چې له ارګه یؤ سوړن را پاڅي او ادعا کؤي چې داعش موږ مات کړل،په داسې حال کې چې دوی د داعش پوره ملاتړ وکړ،چې هغوی به محاصره سول، له محاصرې یې هم دوی ژغورل،په تېره یؤه اونۍ کې تر اته سوه زیات داعشانو ته دوی پناه ورکړه،له طالبانو یې وژغورل،بیا هم په پوره سپین سترګې سره دعوه کوي چې داعش دوی مات کړل.

خو ولس ددې مکارو، کاذبانو مکر او کذب پېژني،هغوی د دوی په دروغجنو دعوو نه خطاوځي،هغوی ویني چې ارګخیل د داعش ملاتړي دي،هغوی ولیدل چې طالبانو د داعش په ځپلو کې څومره قربانۍ ورکړې،بله دا چې طالبانو پرون د “حق را ستون سو” په نوم اصدار نشرولو سره هم د ارګخیلو کذابه څېره بربنډه کړه،اصدار کې د داعش د جنایاتو او ماتې سحنې تر سترګو کیږي،په اصدار کې لیدل کیږي چې طالبانو څومره سیمې تر خپل کنټرول لاندې را وستلي،څومره اسلحه یې ترې نیولې،د سیمې خلک له طالبانو په ډېره خوښي سره مننه کوي چې دوی یې د فتنه ګرو د ظلم و ستم څخه خلاص کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x