ادیب فهيم، د ملي امنیت لومړی مرستیال

د وحید مژده د مرموزې وژنې وروسته ادیب فهیم د ملي امنیت څخه استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ لړم، ۱۳۹۸ل): د ملي امنیت مرستیال مشر ادیب فهیم د خپلې دندې څخه استفعا ورکړې او استعفانامه یې پر ټولنیزو پاڼو نشر کړې ده.

ادیب فهیم چې د مارشال فهیم زوی دی، له تیرو څلورو کلونو راهیسي د ملي امنیت د مرستیال په توګه دنده اجراء کوله.

نوموړي یوه ورځ وروسته تر هغه له خپلې دندې استعفا ورکړې چې په کابل کې تېره شپه ټول منلی سیاسي تحلیلګر، لیکوال او د سولې فعال وحید مژده د دوه موټر سایکل سپرو له لوري په ډزو ووژل شو.

په دې وروستیو کې په کابل کې هغه کسان په نښه کیږي چې په تلویزونونو او رسنیو کې د اشغال پر خلاف موقف نیسي او د بین الافغاني سولې لپاره غږ اوچتوي.

څو ورځې وړاندي یو بل پيژندل شوی سیاسي کارپوه او د سولې فعال حسن حقیار هم په یوه مرګوني برید کې ټپي شوی وو او د هغه تر مخه نظرمحمد مطمئن د یوه وسلوال برید څخه روغ وتلی وو.

پر حسن حقیار بریدګر نیول شوی وو، په روغتون کې هغه ته ښودل شوی وو خو وروسته د حوزې پولیسو انکار وکړ چې هغه دي نیول شوی او یا حسن حقیار ته ښودل شوی وي.

په کابل کې سیاسي فعالان او ځینو خبریالانو د نوم څرګندولو پرته نن ټکی اسیا ته وویل چې په دغو وروستیو بریدونو کې د ملي امنیت لاس دی، او د حقیار برید یې ښکاره ثبوت دی. دوی وايي د حقیار په برید کې نیول شوی بریدګر د حوزې له اړخه نیول شوی وو خو وروسته چې د ملي امنیت د جګپوړو چارواکو له لوري مداخله وشوه، هغه خوشي شو او د حوزې پولیسو دداسي یوه کس نیول کیدلو څخه انکاري شول.

ددوی په باور د ادیب فهیم استعفا پر دې دلالت کوي چې نوموړی ددغه وروستیو سیاسي وژنو خلاف وو ، ځکه یې استعفا ورکړې او د ملي امنیت څخه یې ځان ګوښه کړی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جلال
میلمه
جلال

ښه کار یي وکړ.